ایران په سوریې باندې د صهیونیست رژیم برید وغندل
د ایران د خارجه وزارت ویاند د سوریې په پلازمینې دمشق او یو شمېر نورو سیمو باندې د اسرائیل د رژیم د بریدونو غندنه وکړه.
د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعانی وویل: دا خواشینوونکي او د حیرانتیا وړ خبره ده، چي لاهم نړیواله ټولنه په سوریې باندې د اسرائیل د رژیم په بریدونو غبرګون نه ښیي، دا د دې سبب شوی چي د اسرائیل رژیم په پرلپسې توګه د ملګرو ملتونو په غړی او خپلواک هیواد باندې تیری وکړي او د هوایي میدانونو په شمول په ملکي تاسیساتو باندې بریدونو ته دوام ورکړي.
د ایران د خارجه وزارت ویاند، په سوریې باندې د اسرائیل د رژیم بریدونه له نړیوالو اصولو او قوانینو سره په ټکر کې وباله، او جوته یې کړه چي اسرائیل رژیم په دغو بریدونو سره غواړي په خپلو کورنیو اختلافاتو پرده واچوي او همدارنګه له سوریې سره، د هیوادونو د اړیکو له رغېدو نه خپله غوصه وښیي.
کنعانی وویل: د ایران اسلامي جمهوریت له ټولو نړیوالو سازمانونو او په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا څخه غواړي چي د ملګرو ملتونو د یو غړی هیواد یعني سوریې په خاورې باندې د اسرائیل د رژیم د یرغل په وړاندې خپله قانوني دنده پوره کړي.
تیره شپه د اسرائیل رژیم په سوریې کې پراخې بمبارۍ وکړې.