د صهیونیسټي وحشي رژيم  جنایتونه به  بې ځوابه پاتې نشي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i130512-د_صهیونیسټي_وحشي_رژيم_جنایتونه_به_بې_ځوابه_پاتې_نشي
د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو په نننۍ اعلامیې کې ټینګار شوی دی ، بې شکه د جعلی او جنایتکار صهیونیسټي رژيم  جنایتونه به بې ځوابه پاتې نشي او سخت ځواب به وویني.
(last modified 2023-04-02T09:26:14+00:00 )
Apr 02, 2023 13:52 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټي وحشي رژيم  جنایتونه به  بې ځوابه پاتې نشي

د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو په نننۍ اعلامیې کې ټینګار شوی دی ، بې شکه د جعلی او جنایتکار صهیونیسټي رژيم  جنایتونه به بې ځوابه پاتې نشي او سخت ځواب به وویني.

د ایران د اسلامی انقلاب سپاه پاسدارانو  نو دیوې اعلامیې په خپرولو سره په سورئې کې د سپاه پاسدارانو  دپوځي سلاکار پاسدار میلاد حیدري سرښیندنه او شجاعت چې د سورئې د دمشق په شاوخوا کې  د جمعې په سهار وختي د صهیونیسټي رژيم  په یوې جنایتکارې حملې کې شهید شوی ، اعلان وکړ، صهیونیسټي جنایتکار او جعلی رژيم  به په سورئې د حملې د جنایتونو تاوان ورکړي.

په سورئې  کې د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو پوځي سلاکار او د شهید میلاد حیدري هم رزم  شهید مقداد مهقانی جعفر آبادي چې د  تیرې جمعې په سهار وختي ددمشق ښار په شاوخوا کې د وحشي صهیونیسټي رژيم په حملې کې ټپي شوی ؤ شهید شو .د وحشي  صهیونیسټي رژيم جنګي الوتکو  د جمعې سهار وختي په دمشق کې په څو ټارګټ،نو بمبارۍ کړي دي. د  سورئې رسندویو د  اعلان په اساس،په الدیماس سیمې د صهیونیسټ رژيم  جنګي الوتکو حمله  کړې ده .