د قرآن کرین د دیرشم نړیوال نندارتون بین المللي برخه پرانستل شوه
د قرآن کریم د دیرشم نړیوال نندارتون بین المللي برخه پرون د تهران په حضرت امام خمیني(رخ) نومې مصلی کښې افتتاح شوه
د قرآن کریم د نندارتون نړیواله برخه د ایران د اسلامي کلتور او ارشاد د وزیر محمد مهدي اسماعیلي او د اسلامي هیوادونو د سفیرانو او یوشمیر بهرنیو میلمنو په شتون سره پرانیستله شوه.
د جامعة المصطفی، د اهل بیتو(ع) د نړیوالې ټولنې او د اسلامي مذهبونو د نزدیکت د نړیوالې ټولنې په شان د ایران د اسلامي جمهوریت ځینې نړیوالې ټولګې په دغه نندارتون کښې غرفې لري او هم داشان د روسیې، هندوستان، پاکستان، تیونس، بوسنیا، الجزایر، انډونیشیا، عمان، سري لنکا او نایجیر په شان هیوادونو استازي هم د سږ کال په نندارتون کښې شتون لري.
د تهران د قرآن کریم دیرشم نړیوال نندارتون سږ کال د «لولم دې» په شعار سره د اپریل له اولې نیټې څخه د تهران په امام خمیني مصلی کښې پیل شوی او د دې میاشتې تر پنځلسمې به دوام ولري.