چین د امریکا کړي غلطیانې جبرانوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i130700-چین_د_امریکا_کړي_غلطیانې_جبرانوي
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی په چین کښې د ایران سفیر محمد کشاورززاده د عربستان او د ایران ګډه بیانیه په نږدې راتلونکي کښې د دواړو هیوادونو د سفارتونو د بیرته پرانیستل کیدا او د ډيپلوماټیکو اړیکو د له سره پیلولو لپاره د تهران او د ریاض د موافقې دوام وبلله.
(last modified 2023-04-06T04:56:26+00:00 )
Apr 06, 2023 09:00 Asia/Kabul
  • چین د امریکا کړي غلطیانې جبرانوي

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی په چین کښې د ایران سفیر محمد کشاورززاده د عربستان او د ایران ګډه بیانیه په نږدې راتلونکي کښې د دواړو هیوادونو د سفارتونو د بیرته پرانیستل کیدا او د ډيپلوماټیکو اړیکو د له سره پیلولو لپاره د تهران او د ریاض د موافقې دوام وبلله.

هغه په چین کښې د ایران او د عربستان د خارجه وزیرانو د کتنې او د ګډې بیانیې د خپریدا په هکله وویل د تهران او د ریاض اړیکې به عادي حالت ته ورستنې شي او د دواړو هیوادونو سفارتونه به بیرته پرانیستل شي.

په چین کښې د ایران سفیر محمد کشاورز زاده د سعودي عربستان او د ایران د ډيپلوماټیکو اړیکو د له سره پیلولو په زمینه کښې د چین د رول په هکله هم وویل چین خپلې ټولې هڅې وکړې چې د ایران او د عربستان اړیکې له سره پیل شي.

هغه وویل چین د ډيپلوماټیکو خبرو اترو لپاره د یوه هیواد په توګه فعال شوی دی او چین هغه غلطیانې چې امریکا په سیمه کښې کړي دي جبرانوي.