افغانستان کښې د ایران د ویزو بیې نه دي بدلې شوي
ایسنا خبري اژانس راپور راکړی په افغانستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت وویل د ایران د اسلامي جمهوریت د ویزو بېې نه دي بدلې شوي.
په افغانستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت په یوه ټویټر پیغام کښې د ویزو د بیو د بدلیدا په هکله د مطرحو شویو اوازو په ردولو سره ټینګار وکړ د ایران د اسلامي جمهوریت د ویزو بیې نه دي بدلې شوي او په دې زمینه کښې خپرې شوي اوازې کاملا بې اساسي دي.
په افغانستان کښې د ایران د سفارت د اعلان پراساس د تیر وخت په شان د سمدستي ویزو بیه د عادي ویزو له بیې پنځوس فیصده زیاته ده.
د ایران او د افغانستان د خلکو ښې اړیکې، ایران ته د افغانستان د ښاریزو تګ راتګ او په ایران کښې د افغانستان د خلکو څه د پاسه څلویښت کلن شتون سبب شوي د افغانستان خلک یو ډول د ایران اسلامي جمهوریت خپل دوهم وطن او هیواد وګڼي.