د امریکا ایران ضد دسیسوماته خوړلی ده
ایت ا... خاتمی په صیهونیسټ رژیم کې بی مخینې لړزن والی او د دغه رژیم زیاتیدونکیو کړکیچونو په اړه وویل په دغه رژیم کې سخت دوه قطب والې رامینځته شوی او په ښارونو کې د سلګونو زره کسانو مظاهرې د خپل جنایتکارو واکوالانوپرضد د مرګ په شعارونو سره روانې دي .
زمونږ خبریال راپور راکوی دتهران د جمعې لمانځه خطیب ایت ا... سیداحمد خاتمی په ننیو خطبو کې د ایران او عربستان د اړیکو له سره پیلولو ته په اشارې سره وویل امریکا اعلان کړی وو چی نیت لری ایران پرضد عربی جبهه رامینځته کړی خو نن نتیجه اپوټه شوی ده ، ایران او عربستان موافقه وکړه او نور هیوادونه هم له ایران سره د موافقې لپاره په نوبت کې دي .
ایت ا... خاتمی په صیهونیسټ رژیم کې بی مخینې لړزن والی او د دغه رژیم زیاتیدونکیو کړکیچونو په اړه وویل په دغه رژیم کې سخت دوه قطب والې رامینځته شوی او په ښارونو کې د سلګونو زره کسانو مظاهرې د خپل جنایتکارو واکوالانوپرضد د مرګ په شعارونو سره روانې دي .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب د قدس ورځ د امام خمینی رح یادګار او د ایران د مسلمان ملت د ژوندوالی سمبول وبلله او ویې ویل خلک به سږکال هم د قدس د نړیوالې ورځې په لاریون کې پرتمین شتون ولري ځکه چی دغه شتون به د صیهونیسټ رژیم د زوال او کمزورتیااو د حق د دفاع کونکیو د پیاوړتیا سبب شي .