سعودي پلاوی ایران ته راغی
د عربستان رسمي خبري آژانس په تهران کښې د سعودي عربستان د سفارت او په مشهد کښې یې د کنسولګرۍ د خلاصولو د لاروچارو د څیړنې لپاره ایران ته د یو سعودي پلاوي د راتګ خبر ورکړی دی
د عربستان رسمي خبري آژانس په تهران کښې د سعودي عربستان د سفارت او په مشهد کښې یې د کنسولګرۍ د خلاصولو د لاروچارو د څیړنې لپاره ایران ته د یو سعودي پلاوي د راتګ خبر ورکړی دی.
د ایرنا په لیکنه، د تهران او ریاض ترمینځ د شویو موافقو له مخې، پرون د عربستان یو تخنیکي پلاوی په تهران کښې د دغه هیواد د سفارت د کتنې او د دغې سفارتخانې او هم داشان په مشهد کښې د سعودي عربستان د کنسولګرۍ د خلاصولو لپاره د مکانزم د جاجونې په موخه تهران ته رارسیدلی دی.
د ایران اسلامي جمهوریت او سعودي عربستان په دې وروستیو ورځو کښې د چین په مینځګړیتوب موافقه وکړه چې له اووه کلن ځنډ وروسته دوه اړخیزې سفارتي اړیکې دوباره پیل کړي کومې چې له ۲۰۱۶ کال نه غوڅې شوې وې.