د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته لنډه شان کتنه:-
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i130888-د_ایران_او_نړیوالو_ورځپاڼو_ته_لنډه_شان_کتنه
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې خوږو لوستونکو سلامونه اوس به د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو وخت یې ولرئ.
(last modified 2023-04-09T03:18:15+00:00 )
Apr 09, 2023 07:35 Asia/Kabul
  • د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته لنډه شان کتنه:-

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې خوږو لوستونکو سلامونه اوس به د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو وخت یې ولرئ.

نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ولولو چې مهم سرټکي یې څه دي.

د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر نتانیاهو هڅه کوله چې د لبنان په جنوب او د فلسطین په غزې تړانګې کښې د جنګ او د تاوتریخوالي په رامینځته کولو سره په تل اویو کښې د اعتراض کونکو غږ غلی کړی خو ناکامه شو او د  پرله پسې  دریمې میاشتې لپاره په تل اویو کښې اسرایلیانو مظاهرې وکړې او خلکو وویل چې په غزې تړانګې کښې له تاوتریخوالي سره سره سره  بیا هم واټونو کښې مظاهرې کوي.

د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر نتانیاهو هم په داخل کښې او هم د مقاومت له ستر چورلیز څخه څپیړه وخوړله.

د اوکراین د جنګ ،  د چین د ایران او  د صهیونیسټ رژیم په هکله د امریکا د جاسوسۍ ادارې سي ايي ای او د دفاع وزارت پینټاګان د لسګونو سندونو ایشوا کیدا ستر جنجال رامینځته کړی دی خو روسیه وايي چې په دغو سندونو کښې لاسوهنه شوي ده او داسې ښکاري چې هغه ډیر د امریکا لورو له غلطۍ سره د مخامخ کولو لپاره دوکه ورکونکي عملیات دي.

چین د ټایوان په خوا کښې خپله درې ورځنۍ پوځي مانوره پیل کړي ده چې د امریکا د ولسي جرګې له مشر کیوین میکارتي (Kevin McCarthy) سره د ټایوان د ولسمشر په کتنې باندې خپل خپګان څرګند کړي.

د امریکا اکسیوس خبري سایټ د اسرائیلو د اپارتايیډ رژیم د دوو  پوځي چارواکو په قول وویل چې صهیونیسټ رژيم د لبنان له حزب الله غورځنګ سره له جنګ څخه ویریږي.

د عراق په سلیمانیه هوايي ډګر باندې د تیرې جمعې په ورځ د بې پایلوټه الوتکې له حملې وروسته د عراق ولسمشر په ترکیې غږ وکړ چې د عراق په خاوره باندې خپل تیري بند کړي او د دغه حملې په خاطر له عراق څخه بخښنه وغواړي.

د چاډ افریقايي هیواد حکومت د جرمني سفیر  «جان کریسټین ګورډون کریک» د بې ادبانه کړچار او د ډيپلوماټیکو قواعدو د درنښت د نه کولو په خاطر له خپل هیواده وویست.

د امریکا ولسي جرګې کانګرس ته اړونده« هیل» مجلې په یوه راپور کښې وویل د ډیموکراټ او د ریپبلیکن ګوندونو سرزورو کسانو امریکا له اختلاف سره مخ کړي ده.

د امریکا خلک اوس د ولسمشرۍ لپاره  له دغو دوو ګوندونو ډیموکراټ او ریپبلیکن  څخه بهر د یوه بل کس د کاندید کیدا غوښتنه کوي.

د پاکستان د ملي امنیت شورا وايي چې د ترهګرۍ له ستونزې سره د اغیز شیندونکي مقابلې لپاره یې د تحریک طالبان پاکستان ډلې پرضد د ترهګرۍ ضد د نویو عملیاتو د پیلیدا پلان تصویب کړی دی.

شمالي کوریا په سمندر کښې د سټراټيژیکو وسلو یوسیسټم په بریالیتوب سره ازمویلی دی.

خبري سرچینې وايي دغه ډرونز سونامي راډیو اکیټیو رامینځته کولای شي.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به د اطلاعات ورځپاڼې مهم سرټکي درسره شریک کړو.

«ګلوبل ټایمز» خبري سایټ په یوه راپور کښې په چین کښې د ایران او د عربستان ترمینځ وروستۍ موافقې ته په اشارې سره ولیکل مینځنی ختیځ په دغه سیمه کښې د سولې د ټینګیدا او د تهران او د ریاض ترمینځ د اړیکو د ښه کولو لپاره د چین د هڅو قدرونه او هرکلی کوي.

د چین پوځ وویل چې د جنګي چمتووالي لپاره به د اپریل د میاشتې له اتمې څخه تر لسمې نیټې پورې په ټایوان اوبلاره کښې د «متحدې پرې کونکي تورې »پوځي مانوره ترسره کړي.

د فلسطین یوه شهادت غواړي د تل اویو په ساحلي پارک کښې په یوشمیر صهیونیسټانو ډزې وکړې او ورپسې یې په څو کسانو ګاډي وخيژوه.

اسرائیلي عسکرو وروسته دغه فلسطینی په ډزو شهید کړ.

په بریتانیا کښې په سلګونو کسانو د صهیونیسټ رژیم د سفارت مخ ته په الاقصی جومات باندې د اسرائیلو رژیم په حملو باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې او هغوې د اسرائیلو په وسلو د سمبالولو د بندولو او د اسرائیلو د اپارتایډ رژیم د ختمیدا او د اسرائیلو پرضد د بایکاټ او د غزې تړانګې د کلابندۍ د ختمیدا غوښتنه وکړه.

د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت د قدس او د الاقصی جومات د دفاع لپاره د سیمې د ملتونو  او د فلسطین د خلکو د مبارزې د یوې برخې په توګه د قدس ورځې په لاریونونو کښې د خلکو د پراخ ګډون غوښتنه وکړه.

حسن نصر الله وویل  د بیت المقدس د لویدیځې غاړي او د سوریې پیښې له یوبل سره ارتباط لري او یو چورلیز لري.

د روسیې سپوتنیک خبري اژانس د یوې خبرې سرچینې په قول تر شپږو میاشتو پورې د اوربند د تمدیدا لپاره د یمن د جنګ د لورو د موافقې خبر ورکړ او ویې ویل د عربستان دفاع وزیر خالد بن سلمان په ریاض کښې د  یمن ټول موجود لوري د اوربند د موافقې د مادو له نهايي نسخې خبر کړي دي.

خبري سرچینو د روسیې پرضد د حملې د ترسره کولو لپاره د اوکراین د پوځ لخوا د زرګونو نویو کسانو د ګمارل کیدا خبر ورکړ.

خبري سرچینې وايي د اوکراین یو تر ټولو نوی پوځي یونټ په څلویښت زره پوځیانو سره نیت لري په راتلونکو اونیو کښې د روسیې د عسکرو پرضد حملې وکړي.

()

د تهران راډیو ګرانو اوریدونکو اوس به د ځینو نړیوالو ورځپاڼو مهم سرټکي درسره شریک کړو.

د طالبانو له لوري د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځینه کارکوونکو پر کاربندیز لا هم په نړیوالو مطبوعاتو کې توده موضوع ده.

د ډیموکراسي په نوم خپرونې په پرونۍ ګڼه کې په دې اړه په یوه لیکنه کې کښلي چې د ملګرو ملتونو له لوري په افغانستان کې په دویمه ورځ تر۳ زره ۳۰۰ زیاتې ښځنیه او نارینه کارکوونکي کار ته لانه ړل.

د طالبانو له لوري د ملګرو ملتونو پر ښځنیه کارکوونکو د بندیز له اعلانېدو وروسته ملګرو ملتونو له خپلو ټولو کارکوونکو وغوښتل چې د دوو ورځو لپاره کار ته لاړ نشي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد د طالبانو دا اقدام د ښځو د اساسي بشري حقونو ښکاره سرغړونه وبلله.

امینه محمد څو میاشتې پخوا کابل او کندهار ته تللې وه چې طالب مشران د نجونو او ښځو د زده کړو او کار د بندیز پای ته رسولو ته وهڅوي، خو بې له دې چې له طالبانو سره په خبرو کې کومه نتیجه ترلاسه کړي، بېرته نیویارک ته ستنه شوه.

هغې  ویلي چې د ملګرو ملتونو له ښځینه کارکوونکو سره یې لیدلي او هغوی د ژوند ژغورونکو مرستو په شمول د ملګرو ملتونو د کارونو لپاره ضروري دي.

ډیموکراسي خپرونې همداراز لیکلي، طالبانو په داسې حال کې د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو بندیز لګولی چې ۲۸ میلیونه او ۳ لکه افغانان سږ کال مرستو ته اړتیا لري. د دغو کسانو په منځ کې ۶ میلیونه د لوږې په څو قدمۍ کې دي.

()

د بریتانیا مېل ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د طالبانو له لوري د یوه برتانوي سیلاني مایلز روټلیج وروستي عکسونه، چې تر نیول کېدو مخکې یې اخیستي دي، خپاره کړي دي.

تېره اونۍ د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه چې طالبانو په کابل کې درې برتانویان نیولي دي.

د دغو کسانو د نیونې په اړه مېل ورځپاڼې په یوه جلا راپور کې ویلي وو د یوه خیریه بنسټ ٥٣ کلن ډاکتر کیون کارنویل او یو بل برتانوي وګړی چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، خو ویل شوي چې په کابل کې د یوه هوټل منېجر و، د جنورۍ په میاشت کې د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوي دي.

بل نیول شوی کس ۲۳ کلن مایلز روټلیج دی چې افغانستان ته د رخصتۍ لپاره تللی و او نیول شوی دی.

نوموړی دوه کاله وړاندې د تیر حکومت د نسکوریدا پر مهال د برتانوي ځواکونو له خوا د ایستلو په بهیر کې بریتانیا ته لېږدول شوی و، خو وروسته دوه واري د رخصتۍ لپاره افغانستان ته تللی دی.

مېل ورځپاڼې په پرونۍ ګڼه کې د مایلز روټلیج په اړه لیکلي چې نوموړی د بریتانیا د برمنګهم اوسېدونکی دی او د مارچ په ۲مه د طالبانو له لوري له دوو پولنډیانو سره ونیول شو.

ده د مارچ په اتمه له خپل لپ ټاپ څخه خپل درې عکسونه لېږلي او په یوه لنډ پیغام کې یې لیکلي له کوم جدي خطر سره مخامخ نه دی.

مایلز روټلیج په یوه عکس کې له یوه طالب وسله وال سره په داسې حال کې په لاس روغبړ کوي چې د هغه کلاشینکوف یې په کیڼ لاس کې نیولی دی. په بل عکس کې له دوو طالبانو سره څنګ په څنګ ولاړ دی.

 په درېیم عکس کې یې کلاشینکوف په لاس کې دی او داسې ښکاري چې نښه پرې ولي.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې ډيرو عزتمنو لوستونکو ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسیدله نور له تاسو اجازه غواړو تل تر تله اباد وسئ