د اسرائیلو رژیم د کمزورتیا نښې راښکاره شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i130920-د_اسرائیلو_رژیم_د_کمزورتیا_نښې_راښکاره_شوي_دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د سوریې له ولسمشر بشار اسد سره په ټیلي فوني خبرو کښې ټینګار وکړ د مقاومت د بهیر راتلونکی روښانه او هیله ورکونکی دی.
(last modified 2023-04-09T20:34:32+00:00 )
Apr 10, 2023 00:44 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو رژیم د کمزورتیا نښې راښکاره شوي دي

زمونږ خبریال راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د سوریې له ولسمشر بشار اسد سره په ټیلي فوني خبرو کښې ټینګار وکړ د مقاومت د بهیر راتلونکی روښانه او هیله ورکونکی دی.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي پرون د سوریې له ولسمشر بشار اسد سره په ټیلي فوني خبرو کښې د روژې د مبارکې میاشتې په هکله د مبارکۍ په ویلو سره په دې خبرې سره چې نړیوال نظام د مقاومت د چورلیز په ګټه او د صهیونیسټ رژیم او د استکبار د نظام پرضد د بدلیدا په حال کښې دی وویل د اسرائیلو رژیم جنایتونه د هغه د کمزورتیا او د استیصال نښه ده او د دغه خبرې ګواه دي چې د مقاومت د بهیر راتلونکی روښانه او هیله ورکونکی دی.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا د احترام پرضرورت باندې ټينګار سره له ترهګرۍ سره د مبارزۍ یوازنۍ لاره د سوریې د  ملي واکمنۍ ملاتړ وباله.

د سوریې ولسمشر بشار اسد هم په دغو ټیلي فوني خبرو کښې د روژې د مبارکۍ میاشتې په مبارکۍ ویلو سره د ګډو دښمانانو په مقابل کښې د ایران او د سوریې څلویښت کاله مقاومت ته په اشارې سره وویل نن سبا په صهیونیسټي ټولنه کښې د دړې وړې کیدا نښې نښانې راښکاره شوي دي چې دغه چاره د فلسطین د ملت د مقاومت نتیجه ده.