امریکا دې په لوېدیځه اسیا کې له لاسوهنې څخه ډډه وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i130958-امریکا_دې_په_لوېدیځه_اسیا_کې_له_لاسوهنې_څخه_ډډه_وکړي
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: واشنګټن لپاره غوره ده چي نوې حقیقتونو باندې ځان پوه کړي او په لوېدیځه اسیا او فارس خلیج کې د اسرائیل د رژیم د ګټو په لړ کې  د لاسوهنې لپاره له هلوځلو څخه ډډه وکړي.
(last modified 2023-04-10T05:45:20+00:00 )
Apr 10, 2023 10:13 Asia/Kabul
  • امریکا دې په لوېدیځه اسیا کې له لاسوهنې څخه ډډه وکړي

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: واشنګټن لپاره غوره ده چي نوې حقیقتونو باندې ځان پوه کړي او په لوېدیځه اسیا او فارس خلیج کې د اسرائیل د رژیم د ګټو په لړ کې  د لاسوهنې لپاره له هلوځلو څخه ډډه وکړي.

د ایرنا له راپور سره سم، د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعانی په یوه ټوییټ کې ولیکل: لوېدیځې اسیا ته د اوبتلو او جنګي کښتیو لېږد او د هغه خبرونو ته انعکاس ورکول په داسي حال کې چي په سیمه کې نوې نظم په رامینځ ته کېدو دی او د بهرنیانو فوځي حضور ته په کښې ضرورت نه شته، د ځوړتیا د پټولو لپاره د امریکې د هلو ځلو یوه برخه ګنل کیږي.

هغه زیاته کړه: امریکایي رژیم په لوېدیځه اسیا کې د جنګ او جګړو په جوړولو او اختلافاتو ته په لمن وهلو سره، د ولسونو د ارادې په خلاف کار کاوه.

 کنعانی زیاته کړه: واشنګټن لپاره غوره دا ده چي نویو حقیقتونو باندې ځان پوه کړي او په لوېدیځي اسیا کې له لاسوهنو څخه لاس واخلي.