لبنان او فلسطین دې په یووالي سره د دښمنانو دسیسې شنډې کړي
د ایران د رهبري خبرګانو شورا د قدس د نړیوالې ورځې په درشل کښې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل: د لبنان او فلسطین ولسونه او سیاسي بهیرونه دې په وحدت او یوموټي توب او په هوښیارۍ سره د دښمنانو دسیسې ناکامې کړي.

د ایران د رهبرۍ د خبرګانو شورا په بیانیه کښې راغلي دي: د قدس نړیواله ورځ د نړیوال استکبار او صهیونزم خلاف د اسلامي امت د راپورته کیدو ورځ ده او مسلمان ولسونه نزدې د یوې میاشتې له روژو نیولو او د قدر په شپو کښې د متعال خدای په درګاه کښې په مناجاتو، عبادتونو او بندګۍ وروسته او د فلسطین له مظلومو خلکو په ملاتړ او د مسلمانانو د وړومبنۍ قبلې د ساتنې په لړ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني(رح) د بلنې په ځواب کښې راپورته کیږي او دغه ظلم وهلی ولس د توکمپاله صهیونیسټي رژیم او د هغه د جنایتکارو ملاتړو په وړاندې لایات مقاومت ته رابولي.
د ایران د رهبرۍ د خبرګانو شورا بیانیه زیاتوي: بیشکه چې د ظلم په وړاندې مقاومت او اودریدنه او جوړجاړی نه منل د بریالیتوب یوازنۍ لاره ده، لکه څنګه چې مقاومت او د اسرائیلو د رژیم او امریکې په وړاندې د حماس او د لبنان د حزب ا... بریالیتوب د بریا په هکله د خدا وعده پوره کړه.