د فلسطین ازادیدل د مسلمانانو هدف او ایډیل دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i131044-د_فلسطین_ازادیدل_د_مسلمانانو_هدف_او_ایډیل_دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د اسلامي مذهبونو د نږدې کولو ټولنې د قدس د نړیوالې ورځې د رارسیدا په مناسبت په یوې بیانیې کښې د فلسطین ازادۍ د نړۍ د مسلمانانو ایډیل او هدف اعلان کړ.
(last modified 2023-04-11T09:23:45+00:00 )
Apr 11, 2023 07:31 Asia/Kabul
  • د فلسطین ازادیدل د مسلمانانو هدف او ایډیل دی

زمونږ خبریال راپور راکړی د اسلامي مذهبونو د نږدې کولو ټولنې د قدس د نړیوالې ورځې د رارسیدا په مناسبت په یوې بیانیې کښې د فلسطین ازادۍ د نړۍ د مسلمانانو ایډیل او هدف اعلان کړ.

د روان میلادي کال د جمعې ورځ یعني د وري د میاشتې پینځویشتمه او د اپریل د میاشتې څوارلسمه نیټه چې د روژې د میاشتې درویشتمه نیټه کیږي د قدس نړیواله ورځ ده.

د اسلامي مذهبونو د نږدې  کولو نړیوالې ټولنې په دغه بیانیې کښې وویل یقینا قدس او فلسطین د ستر اسلامي امت نه جلا کیدونکي برخه ده او د دښمانانو لخوا هیڅ ډول پروګرام او هدف نشي کولای د خپلو له لاسه ورکړل شویو حقوقو د احقاق او بیرته لاس ته راوړلو لپاره د اسلامي ملتونو کلکه او الهي انګیزه سسته کړي او هغه هیره شي.

د اسلامي مذهبونو د نږدې کولو ټولنې وویل د فلسطین د مسلې یوازنۍ حل لاره د مسلمانو ملتونو او د اسلامي امت تحاد او یوزړه توب  او د صهیونیسټ رژیم ژر تر ژره نابودیدل او د فلسطین د خلکو د غوښتنې پراساس د یوه فلسطیني حکومت جوړیدل دي.