په اسلامي ایران کښې د شبِ قدر دستورې ونمانځلې شوې
په ټول اسلامي ایران کښې د قدر یوه بله له فضیلته د ډکې شپې د لمانځلو دستورې ترسره شوې.
د امامت او ولایت مینه والو تیره شپه چې د رمضان المبارک د میاشتې د درویشتمې شپه وه، په جوماتونو، تکیه خانو، امامباړو او نورو مقدسو او مذهبي ځایونو کښې په راغونډیدو او تر پيشمني پورې د قرآن کریم په تلاوتونو او هم داشان د خدای تعالی د زرو صفتي نومونو او د جوشنِ کبیر دعا په لوستلو سره تیره کړه.
د عصمت او طهارت د اهل بیتو علیهم السلام مداحانو هم د مولای متقیان حضرت علي علیه السلام په غم کښې نوحې او مرثیې وویلې.
د قدر شپه هغه شپه ده چې د کال د بلې هیڅ شپې فضیلت ورته نه رسي او په کښې نیک عمل د زرو میاشتو له عمله غوره ده او د انسان د ټول کال تقدیر په کښې لیکل کیږي.
نو ستاسو ټولو د روژو او عبادتونو د قبلیدو په آرزو سره د مسلمانانو د وړومبي معصوم امام او د نړۍ د عدالت غوښتونکو د مشر او مخکښ امام علي علیه السلام د شهادت د ورځو تسلیت او تعزیت درته وایو.