سږ کال د قدس ورځ یو له خورا اغېزمنو ورځو څخه وه
د ایران د اسلامي شورا مشر وویل: د قدس د نړیوالې ورځې په لاریون کې د ایراني ولس فوق العاده ګډون بې له شکه په وروستیو کلونو کې د قدس ترټولو په زړه پورې او شانداره ورځ وه او د قدس د آزادۍ لارې د مجاهدینو لپاره د هڅونې سرچینه شوه.
د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف د یکشنبې په ورځ د پارلمان په علني غونډه کې زیاته کړه: د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر بنسټګر حضرت امام خمیني (ره) نوښت د ظلم او د صهيونیستي رژيم تسلط پروړاندې د مقاومت اصلي بېلګه ده، چې د روژې مبارکې مياشتې د وروستۍ جمعې د قدس د ورځې په نومولو سره، هر کال د قدس شريف د آزادۍ لپاره د مجاهدينو د هڅونې سبب کېږي.
د ایران د اسلامي شورا مشر زیاته کړه: سږ کال د ایران خلک په ځانګړي او تاریخي بڼه ځلیدلي او په ټول هېواد کې یې له لویو ښارونو نیولې تر وړو کلیو پورې صهیونیستي دښمن په لړزه راوستلو.
قالیباف څرګنده کړه: اسلامي ایران د زړور او سرښندونکي ملت په ملاتړ او د هوښیار او ځیرک رهبر په لارښوونه، په ټوله نړۍ کې د مقاومت ترټولو ستر او ثابت ملاتړی دی.