د نیول شويو ځمکو غاصبين تر بل هر وخت ډېر ناهیلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i131704-د_نیول_شويو_ځمکو_غاصبين_تر_بل_هر_وخت_ډېر_ناهیلي_دي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: نیول شوې سیمې لا زیاتې ګډوډې او غاصب اوسیدونکي یې تر بل هر وخت ډېر ناهیلي شوي دي.
(last modified 2023-10-10T09:55:45+00:00 )
Apr 22, 2023 13:27 Asia/Kabul
  • د نیول شويو ځمکو غاصبين تر بل هر وخت ډېر ناهیلي دي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: نیول شوې سیمې لا زیاتې ګډوډې او غاصب اوسیدونکي یې تر بل هر وخت ډېر ناهیلي شوي دي.

د مهر خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند«ناصر کنعاني چافي» د شنبې په ورځ په ټوېټ کې د روژې د مبارکې میاشتې او د کوچني اختر د لمانځه اداکولو لپاره د الاقصی په جومات د فلسطینیانو پراخ حضور ته په اشارې سره ولیکل: هر کال د روژې په مبارکه میاشت کې د فلسطین د آزادۍ آرمان نوی ژوند ترلاسه کوي او قدس شریف د آزادۍ لور ته نږدې کیږي.

کنعاني چافي زیاته کړه: "د سږ کال په روژه کې فلسطین، هم د جهاد په ډګر او هم په الاقصی جومات کې د لمانځه په مراسمو کې ښه وځلېد."

د ایران د ډیپلوماټیکې برخې ویاند څرګنده کړه: دا چې نیول شوې سیمې لا زیاتې ګډوډې او غاصب اوسیدونکي تر بل هر وخت زیات ناهیلي شوي دي، فلسطینیان د خدای په مرسته، د مقاومت په پایلو باندې ډیر باوري او په ملاتړ یې تکیه کوي. د نړۍ د ازادو خلکو د قدس د نړیوالې ورځې په ویاړ د دې څرګندونه وکړه چې دوی د فلسطین د بشپړې ازادۍ او د اسرائیلو د سرطاني تومور د له منځه وړلو لپاره تر بل هر وخت زیات هیله من دي.