د عراق له خارجه وزیر سره د امیر عبداللهیان خبرې اترې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i131738-د_عراق_له_خارجه_وزیر_سره_د_امیر_عبداللهیان_خبرې_اترې
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر تېره شپه له خپل عراقی سیال سره په تماس کې د اختر د مبارکی د ویلو تر څنګ د سیمې او نړیوالو چارو په هکله خبرې اترې وکړې.
(last modified 2023-04-24T03:00:29+00:00 )
Apr 24, 2023 01:25 Asia/Kabul
  • د عراق له خارجه وزیر سره د امیر عبداللهیان خبرې اترې

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر تېره شپه له خپل عراقی سیال سره په تماس کې د اختر د مبارکی د ویلو تر څنګ د سیمې او نړیوالو چارو په هکله خبرې اترې وکړې.

د ایرنا له راپور سره سم، د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان له خپل عراقی سیال فوادحسین سره د دوه اړخیزو اړیکو، اروپایي اتحادیې، د سیمې د بدلونونو او ټروریزم سره د مبارزې په هکله سلامشورې وکړې.

د عراق خارجه وزیر د تهران او ریاض تر مینځ د اړیکو له رغېدو څخه د هرکلی په ترڅ کې تهران ته د عراق د ولسمشر عبدالطیف رشید د سفر خبر ورکړ.