Apr 27, 2023 03:55 Asia/Kabul
  • د ایران او قزاقستان تجارتي او کلتوري اړیکې باید لا پراخې شي

ابراهیم ریئسي د ایران او قزاقستان  د تمدني او کلتوري اړیکو پراختیا ته د توجه غوښته وکړه او  په دغې حوزې کې ئې د ایړکو دلوړتیا لپاره د یوې ګډې کلتوري کمیټې جوړول ضروری  وبلل.

د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر بیګا د قزاقستان له لومړي وزیر علی خان اسماعیلف سره په کتنې کې  ووئيل، که څه هم تیر کال د ایران اوقزاقستان  تجارتي اړیکو ترپاوړ پورې وده  درلودلې ،خو دغه سویه ددواړو هیوادونو  له ظرفیّتونو سره په تناسب کې نه ده او باید  ددغو اړیکو دلوړتیا لپاره لازیاته هڅه وکړو.

ایرنا خبری اآژانس  راپور ورکړ، ابراهیم ریئسي له علی خان اسماعیلف سره په کتنې کې  چې  د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو ترمینځ د شوو موافقو  داجرائي کیدا  د تعقیبونې په خاطر تهران ته په سفر راغلی  دی ،پخپل مینځیو اړیکو  کې په تیره بیاپه اقتصادي او تجارتي حوزې کې ئې  دایړکو په پراختیا ټينګار وکړ.

ابراهیم ریئسي  همداراز د ایران او قزاقستان  دتمدني او کلتوري اړیکو پراختیا ته د توجه غوښته وکړه او  په دغې حوزې کې ئې د ایړکو دلوړتیا لپاره د یوې ګډې کلتوري کمیټې جوړول ضروری  وبلل.

د قزاقستان لومړی وزیر هم  له اسلامی ایران سره  د خپل هیواد داړیکو په ژورتیا په تیره بیا  د اقتصادي او تجارتي پانګونې په زمینې کې  له پراختیا سره ددلچسپۍ په ښودلو سره   ووئيل،  د دواړو هیوادونو  د اړیکو حجم  د موجودو ظرفیّتونو په اساس  نه دي  او په همدې دلیل مو دراتلونکو ملګرتیاؤ دپراختیا لپاره د لارې یوه نقشه پلان کړې ده. هغه هیله وښودله  په مختلفو حوزوکې د تهران –آستانې  د موافقو  په اجرائي کیدا کې  په چټکتیا سره  د دواړو ملتونو لپاره  احساسیدونکي  ګټې او د ملګرتیاؤ د سوئې لوړتیا  ولرل شو.

 

ټیګونه