ایران او عراق د اړیکو د پراخولو نیت لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i132074-ایران_او_عراق_د_اړیکو_د_پراخولو_نیت_لري
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د ایران او عراق د چارواکو اراده د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا ده
(last modified 2023-04-29T06:48:15+00:00 )
Apr 29, 2023 11:15 Asia/Kabul
  • ایران او عراق د اړیکو د پراخولو نیت لري

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د ایران او عراق د چارواکو اراده د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا ده

ولسمشر سید ابراهیم رئیسي نن د عراق له ولسمشر عبداللطیف رشید ره له خصوصي خبرواترو وروسته په ګډې خبري غونډې کښې په دې خبر سره چې د ایران او عراق ترمینځ په سیاسي، اقتصادي او وتجارتي او هم داشان کلتوري برخو کښې تراوسه ښې اړیکې پاتې شوې دي، زیاته کړه: د تهران او بغداد اړیکې له نورو هیوادونو لوړې او سټراټیجکې اړیکې دي.

د ایران ولسمشر زیاته کړه: د ایران او عراق اړیکې د بنسټیزو جوړښتونو، اوبو او ګیس او انرجۍ په برخه کښې دوام لري او له موجودو وړتیاؤ په استفادې سره د دواړو هیوادونو ترمینځ تبادلات له لس میلیارډ ډالرو اوړیدې شي.

ولسمشر رئیسي په سیمه کښې د امریکايي پوځیانو د شتون په هکله هم وویل: د امریکايي پوځیانو شتون د سیمې امنیت خرابوي.

د اسلامي ایران ولسمشر هیله وښودله چې تهران ته د عراق د ولسمشر سفر د دواړو هیوادونو د اړیکو د لوړتیا په لړ کښې د بدلانه یو پيچومی ووسي.

د عراق ولسمشر هم په دې خبرې سره چې هیواد یې له ایران سره ګډ تاریخ، جغرافیا او قومونه لري، وویل: د دواړو هیوادونو ترمینځ اړیکې مظبوطې دي او د بدلیدو وړ نه دي.

د عراق ولسمشر عبداللطیف رشید د ایران د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په رسمي بلنه د یو پلاوي په مشرۍ ایران ته راغلی دی.