فارس خلیج د ایران او د سیمې د هویت مهمه برخه دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i132126-فارس_خلیج_د_ایران_او_د_سیمې_د_هویت_مهمه_برخه_دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان فارس خلیج د ایران او د سیمې د ګډ او د ناانکار وړ هویت مهمه برخه او د هغه د ګاونډیو هیوادونو د وسیدونکو لپاره له ګټو څخه ډکه او طبیعي سرچینه وبلله.
(last modified 2023-04-30T22:28:36+00:00 )
May 01, 2023 02:55 Asia/Kabul
  • فارس خلیج د ایران او د سیمې د هویت مهمه برخه دی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان فارس خلیج د ایران او د سیمې د ګډ او د ناانکار وړ هویت مهمه برخه او د هغه د ګاونډیو هیوادونو د وسیدونکو لپاره له ګټو څخه ډکه او طبیعي سرچینه وبلله.

حسین امیر عبداللهیان  د فارس خلیج د ملي ورځې د لمانځلو په مناسبت وویل د فارس خلیج له سرچینو زیاته ګټه پورته کول د دغه ویاړمن سمندر د ساحلي هیوادونو له ډله ئیز مشارکت ، پیوستون او امنیت سره غوټه خوړلي ده.

پرون د څوارلس سوه دوهم هجري لمریز کال د غواي د میاشتې لسمه نیټه وه چې په شپاړس سوه دوه ویشتم میلادي کال کښې د ایران د جنوب له اوبو څخه د پرتګال د استعمارګرو پوځیانو د ایستلو له کلیزې سره برابره وه کومه چې د فارس خلیچج د ملي ورځ په نوم نومول شوي ده.