امریکا دې غوسه ووسي او له دغې غوسې دې ومري
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي دچارشنبې په ورځې د سورئې د ولمسشر بشار اسد په رسمي بلنې سره دغه هیواد ته په سفر تللی او په دغه هیواد کې ئې مخینه نه لرونکی هرکلی شوی دی.
د ایران د اسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوي په سورئې او سیمې کې د امریکا د ښکر ماتیدا،سورئې ته د ایران د ولسمشر په سفر د سپينۍ ماڼۍ د غوسې اولالهاندۍ په علت وبلله.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي دچارشنبې په ورځې د سورئې د ولمسشر بشار اسد په رسمي بلنې سره دغه هیواد ته په سفر تللی او په دغه هیواد کې ئې مخینه نه لرونکی هرکلی شوی دی.
له دې امله د امریکا د خارجه وزارت مرستیال ویندوي وډنټ پاټل پرون ناوخته په خبري ناستې کې سورئې ته دایران د ولسمشر په سفر په غبرګون کې د تهران اودمشق ترمینځ داړیکو په ژورتیا او پراختیا داندیښنې په ښودلو سره ،په نړۍ او لویدیځي آسیا سیمې کې د واشنګټن ورانونکو او ویجاړونکو جنګونو او خوځښتونو او نیواکګریو ته له اشارې سره پرته دسپينې ماڼۍ دادعاګانو په دوام کې مدعي شوی ، د ایران او روسیې حکومتونه په سیمې کې خپلو بې ثباته کونکو او ورانکارو اقداماتو ته دوام ورکړی دی .
په عین حال کې زمونږ خبریال راپور راکړ، د ا یران د خارجه وزارت ویندوي ناصرکنعاني نن په خپل یو ه ټولنیز پیغام کې سورئې ته د ایران د ولسمشر په سفر دامریکا اندیښنې ته په اشارې سره لیکلي دي ، د هغه شرغواړي رژیم غوسه او لالهاندي، چې په سورئې او درستې سیمې کې ئې ښکر د ایران او د مقاومتي چورلیز په لاس ټوټې ټوټې شوی دی ، ا و باید په سورئې خپل تیریګر شتون ته دپاي ټکی کیږدي ، یوه طبیعي چاره ده.د ایران د خارجه وزارت ویندوي ټينګار وکړ ، امریکا دې غوسه ووسي او له دغې غوسې دې ومري .