امریکا دې غوسه ووسي او له دغې غوسې دې ومري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i132328-امریکا_دې_غوسه_ووسي_او_له_دغې_غوسې_دې_ومري
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي  دچارشنبې په ورځې  د سورئې د ولمسشر بشار اسد په رسمي بلنې سره  دغه هیواد ته په سفر تللی او په دغه هیواد کې ئې مخینه نه لرونکی هرکلی شوی دی.
(last modified 2023-05-04T03:55:13+00:00 )
May 04, 2023 08:19 Asia/Kabul
  •  امریکا دې غوسه ووسي او له دغې غوسې دې ومري

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي  دچارشنبې په ورځې  د سورئې د ولمسشر بشار اسد په رسمي بلنې سره  دغه هیواد ته په سفر تللی او په دغه هیواد کې ئې مخینه نه لرونکی هرکلی شوی دی.

د ایران د اسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوي په سورئې او سیمې کې د امریکا  د ښکر  ماتیدا،سورئې ته د ایران د ولسمشر په سفر د  سپينۍ ماڼۍ د غوسې اولالهاندۍ  په علت وبلله.

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي  دچارشنبې په ورځې  د سورئې د ولمسشر بشار اسد په رسمي بلنې سره  دغه هیواد ته په سفر تللی او په دغه هیواد کې ئې مخینه نه لرونکی هرکلی شوی دی.

له دې امله د امریکا د خارجه وزارت مرستیال ویندوي وډنټ پاټل پرون ناوخته  په خبري ناستې کې  سورئې ته دایران د  ولسمشر  په سفر په غبرګون کې  د تهران  اودمشق ترمینځ داړیکو په ژورتیا  او پراختیا داندیښنې په ښودلو سره ،په نړۍ او لویدیځي آسیا سیمې کې د واشنګټن  ورانونکو  او ویجاړونکو جنګونو او خوځښتونو  او نیواکګریو ته له اشارې سره پرته  دسپينې ماڼۍ  دادعاګانو په دوام کې مدعي شوی ، د ایران او روسیې حکومتونه په سیمې کې خپلو بې ثباته کونکو  او ورانکارو اقداماتو ته  دوام ورکړی دی .

په عین حال کې زمونږ خبریال راپور راکړ، د ا یران د خارجه  وزارت ویندوي ناصرکنعاني  نن په خپل یو ه ټولنیز پیغام کې  سورئې ته د ایران د ولسمشر په سفر دامریکا  اندیښنې ته په اشارې سره  لیکلي دي ، د هغه شرغواړي رژیم  غوسه او لالهاندي، چې  په سورئې او درستې سیمې کې ئې ښکر  د ایران  او د مقاومتي چورلیز په لاس ټوټې ټوټې  شوی دی ، ا و باید  په سورئې  خپل تیریګر شتون ته دپاي ټکی کیږدي ، یوه طبیعي چاره ده.د ایران د خارجه وزارت ویندوي ټينګار وکړ ، امریکا دې غوسه ووسي او له دغې غوسې دې ومري .