ایران کښې د افغانستان د میرمنو په حالت غور کیږي
ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان په چارو کښې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر په ایران کښې هستوګنه د افغانستان له میرمنو سره په مربوطه موضوعګانو باندې د غور لپاره د ولسمشر د ښځو د چارو له دفتر سره د ملګرتیا او د تفاهم خبر ورکړ.
د افغانستان په چارو کښې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي کاظمي قمي وویل چې د ولسمشر د کورنۍ او د ښځو د چارو له مرستیالې سره په ایران کښې دیره د افغانستان د ښځو په ارتباط په موضوعګانو باندې د غور لپاره د ملګرتیا او د تفاهم په هکله موافقه وشوه.
په افغانستان کښې د ایران سفیر کاظمي قمي زیاته کړه د ایران او د افغانستان مسلمانې میرمنې بې شمیره کلتوري او دیني ګډولې لري،
مخکې د افغانستان د طالبانو موقته حکومت د لوړو زده کړو وزارت د هیواد حکومتي او غیر حکومتي پوهنتونونو ته حکم ورکړی و چې د ښځو زده کړې وځنډوي.
طالبانو له شپږم ټولګي څخه د بره انجلیو او دغه راز د پوهنتون د ښځینه محصیلینو لپاره په زده کړې بندیز لګولی دی او په دفترونو کښې د ښځو فعالیت یې هم ممنوع کړی دی.