فارس خلیج کې د بهرنیو ځواکونو شتون د امنیت پرضد ګواښ دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي وویل د ایران اسلامي جمهوریت په فارس خلیج سیمه کښې د بهرنیو پوځي ځواکونو د شتون دوام په دغه سټراتيژیکه اوبلاره کښې د سمندري امنیت پرضد ګواښ ګڼي.
هغه په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د فارس خلیج سیمې هیوادونه د پردیو هیوادونو له شتون پرته په دغه سیمه کښې د سمندري امنیت او د سولې د ساتلو توان لري وویل د ایران اسلامي جمهوریت په هرمز اوبلاره او فارس خلیج سیمه کښې د امنیت د تامینولو او ساتلو لپاره تر ټولو زیات مسوولیت او ګټې او تر ټولو اوږد سرحد لري او د امریکا د ځواکونو بې ثباتۍ رامینځته کونکي اقدامات او د دوې شتون د هرمز اوبلارې او د سیمې د امنیت په تضمین کښې د ایران مسوولیت او هم له قانون ماتونکو او خلاف ورزۍ کونکو سره چلند کول دوه چنده کوي.
ناصر کنعاني دغه راز د هرمز اوبلارې او د فارس خلیج د سمندري امنیت په هکله د امریکا د ملي امنیت د شورا د سټراټيژیکو ارتباطاتو د غږملونکي جان کیربي څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل په هرمز اوبلارې او فارس خلیج کښې د امنیت په ارتباط د ایران پرضد د امریکا د چارواکو تکراري تورونه او ادعاګانې کاملا بې اساسه او مردودې دي.