د ایران د چین او د روسیې مانورې دښمن ته یو پیغام درلود
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک قومندان امیر البحر «شهرام ایراني» د روسیې د سمندري ځواک له قومندان امیر البحر «نیکولای یومنوف» سره په کتنه کښې ټینګار وکړ د چین د روسیې او د ایران ګډه پوځي مانوره د ګډ دښمن لپاره مهم پیغام درلود.
د روسیې د سمندري ځواک قومندان امیر البحر نیکولای یومنوف پرون د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک له قومندان امیر البحر شهرام ایراني سره کتنه وکړه.
د ایران د سمندري ځواک قومندان شهرام ایراني په دغه کتنه کښې په دې خبرې سره چې دښمن هڅه کوي د چین د روسیې او د ایران مثلث سره ښکیل کړي چې مونږ ونشو کولای ضروري ملګرتیاوې وکړو وویل د دښمن له دغو کوششونو سره سره مونږ ښې ملګرتیاوې او اقدامات ترسره کړي دي او لرو یې او ضروري ده دغه ارتباط او ملګرتیاوې له مخکې څخه پیاوړي شي.
د روسیې د سمندري ځواک قومندان امیر البحر نیکولای یومنوف د ایران او د روسیې د سمندري ځواکونو د ارتباط په اهمیت او د دغو دوو سمندري ځواکونو په ښو ملګرتیاو باندې ټینګار سره وویل باید په دغه ځاې کښې ونه دریږو بلکې ورځ تر بلې خپلې اړیکې پیاوړي کړو.