ګوترش اوعبداللهیان د افغانستان په اړه ټیلی فوني خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i133038-ګوترش_اوعبداللهیان_د_افغانستان_په_اړه_ټیلی_فوني_خبرې_وکړې
د ګوتریش او عبداللهیان ترمنځ د افغانستان پر وضعیت سربېره د یمن او اټمی موافقي په اړه هم خبرې شوې دي.
(last modified 2023-05-18T04:31:40+00:00 )
May 18, 2023 08:56 Asia/Kabul
  • ګوترش اوعبداللهیان  د افغانستان په اړه ټیلی فوني خبرې وکړې

د ګوتریش او عبداللهیان ترمنځ د افغانستان پر وضعیت سربېره د یمن او اټمی موافقي په اړه هم خبرې شوې دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش او د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

 افغان غږ خبری اژانس دملګرو ملتونو د عمومی منشی د ویاند سټیفن دوجاریک له قوله راپور ورکړی، چې دغه خبرې اترې د ټیلیفون له لارې ترسره شوې.

د ګوتریش او عبداللهیان ترمنځ د افغانستان پر وضعیت سربېره د یمن او اټمی موافقي په اړه هم خبرې شوې دي.

د دې خبرو نور جزیات نه دي خپاره شوي.

له عبداللهیان سره د ګوترش خبرې د قطر په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړې غونډې له جوړېدو شاوخوا دوه اوونۍ وروسته شوې. په دې کتنه کې چې د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي هم شتون درلود.