د ایران او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس ترمینځ تعامل شته
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i134078-د_ایران_او_د_اټومي_انرژۍ_د_نړیوال_اژانس_ترمینځ_تعامل_شته
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د روسیې دائمي استازي او سفیر میخائیل اولیانوف د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس او د ایران ترمینځ د سیف ګارډ د مسائیلو د حل په زمینه کښې پرمختګ مهم وباله.
(last modified 2023-06-07T19:56:13+00:00 )
Jun 08, 2023 00:23 Asia/Kabul
  • د ایران او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس ترمینځ تعامل شته

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د روسیې دائمي استازي او سفیر میخائیل اولیانوف د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس او د ایران ترمینځ د سیف ګارډ د مسائیلو د حل په زمینه کښې پرمختګ مهم وباله.

هغه پرون په ویانا کښې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا په غونډه کښې په وینا کښې چې ځینې برخې یې په ویانا کښې د روسیې د نمایندګۍ په ټویټر اینټرنیټ پاڼې خپرې شوي دي وویل مونږ د ایران او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس ترمینځ د نه اعلان شویو یورانیمو د ذرو د پاتې مسائیلو د حل کیدا هرکلی کوو.

اولیانوف ترسره شوي پرمختګونه نسبي خو ډیر ملموس وبلل او زیاته یې کړه دغه مسله د رغنده تعامل لپاره د ایران او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د ګروهنې ښودنه کوي.

د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس د اپریل د میاشتې په دریمه نیته په خپل درې میاشتني راپور کښې وویل د دغه اژانس پلټونکي نور د ایران د فردو د ځمکې لاندې اټومي تاسیساتو کښې په درې اتیا اعشاریه اوه فیصده پخوالي سره د بډایه شویو یورانیمو د ذرو د موندل کیدا په هکله هیڅ پوښتنه او سوال نلري.

په دغه راپور کښې ویل شوي دي چې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس پلټونکو د تهران د جنوب ختیځ په پینځه سوه پینځویشت کلومیټرۍ کښې اباده ښار ته نږدې په مریوان سیمه کښې د یورانیمو د اثارو په هکله خپل تحقیقات پاې ته رسولي دي.