ایران، په افغانستان کښې ترهګره حمله وغندله
Jun 08, 2023 11:14 Asia/Kabul
د ایران د خارجه وزارت ویاند په یو پیغام کښې د افغانستان په بدخشان کښې په مسجدِ نبوي کښې د فاتحې په دستورو باندې حمله وغندله
د ایران د خارجه وزارت ویاند په یو پیغام کښې د افغانستان په بدخشان کښې په مسجدِ نبوي کښې د فاتحې په دستورو باندې حمله وغندله
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني د بدخشان په فیض آباد کښې د خلکو د فاتحې په دستورو باندې ترهګره حمله په کلکه وغندله.
کنعاني وویل: په دیني او مذهبي ځایونو کښې په عامه او بیګناه ښاریزو باندې ترهګرې او ړندې حملې د اسلام د مبین دین له تعلیماتو سره هیڅ اړه نه لري او غندل شوې دي.
الجزیره خبر ورکړی چې په دې برید کښې تر دې دمه ۱۸ کسان مړه او ۳۳ نور زخمي شوي دي.
ټیګونه