د اسلامي انقلاب د شتون فلسفه د اسلامي امتونو ترمنځ د یووالي رامنځته کول دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i134194-د_اسلامي_انقلاب_د_شتون_فلسفه_د_اسلامي_امتونو_ترمنځ_د_یووالي_رامنځته_کول_دي
د تهران د پوهنتون مشر په دې خبرې سره چې د اسلامي انقلاب د وجود فلسفه د مسلمانو ملتونو ترمنځ د یووالي حاصلول دي تاکید وکړ: دغه وحدت باید په ټولنیزو، سیاسي او کلتوري مسائلو کې د ټولو مسلمانانو ترمنځ خپور شي.
(last modified 2023-06-10T04:59:25+00:00 )
Jun 10, 2023 09:26 Asia/Kabul
  • د اسلامي انقلاب د شتون فلسفه د اسلامي امتونو ترمنځ د یووالي رامنځته کول دي

د تهران د پوهنتون مشر په دې خبرې سره چې د اسلامي انقلاب د وجود فلسفه د مسلمانو ملتونو ترمنځ د یووالي حاصلول دي تاکید وکړ: دغه وحدت باید په ټولنیزو، سیاسي او کلتوري مسائلو کې د ټولو مسلمانانو ترمنځ خپور شي.

د سوله ایزې هماهنګۍ دوهمه نړیواله غونډه د «اسلامي نړۍ انسجام او د شریعت په هدفونو باندې د راتلونکي تمدني افق» تر عنوان لاندې، د ایران د داخلي او بهرني علمي او کلتوري شخصیتونو په پراخ ګډون سره نن (شنبه) په تهران کې ترسره شوه.

د ایران پرس خبري آژانس د راپور له مخې، د تهران د پوهنتون مشر«محمد مقیمي» په دغه کنفرانس کې وویل: د اسلامي انقلاب پیغام د ټولو ملتونو ترمنځ یووالی دی، خو دښمنان اجازه نه ورکوي چې دغه پیغام په اسلامي نړۍ کې په سمه توګه واورېدل شي.

مقیمي زیاته کړه: د دې لپاره چې اسلام او اسلامي نړۍ خپل اوج ته وګرځي، ستونزه باید وڅېړل شي او بېلابېلې حل لارې وړاندې شي او د تهران پوهنتون چمتو دی چې په دې هدف کې ونډه واخلي.