ونزویلا ته د ایران د صادراتو اندازه ۱۲۰ میلیون ډالرو ته ورسیده
د ایران د صنعت، معدن او تجارت د پراختیا کمیشن ویاند ونزویلا ته د ایران د ۱۲۰ میلیون ډالري صادراتو خبر ورکړ
"سید روح الله لطیفی" وویل: ونزویلا ته د ایران غیرتیلي صادرات په تیر ۱۴۰۱ کال کښې په ۴۱۶فیصدي ودې سره ۱۱۸ میلیون او ۱ لاک ۲ زره ډالرو ته رسیدلي وو.
هغه پرون د ونزویلا، کیوبا او نکاراګوې دریو هیوادونو ته د ایران دولسمشر سید ابراهیم رئیسي له سفر سره هم ماله وویل: ونزویلا ته د ایران په غیرتیلي صادراتو کښې زیاتره ګاډي، د ګاډو اضافي پرزې، سمندري محصولات، کیمیايي مواد، درمل او ویکسین، لاسي صنایع ا و الیکټرانک سامان شامل دی.
د ایران د تجارت د پراختیا کمیشن ویاند هم داشان وویل چې تیر کال له ونزویلا څخه ایران ته په وارد شویو شیانو کښې د هوايي ټرانسپورټ د وسایطو پرزې او ټوټې او بریښنايي تجهیزات شامل وو.
ښاغلي لطیفي له کیوبا سره د تجارت په هکله هم وویل: له کیوبا څخه زیاتره واردات درمل او طبي تجهیزات دي.
هغه ټینګار وکړ چې هیله ده نیکاراګوې ته د ولسمشر په سفر سره، له دغه هیواد سره هم تجارتي راکړه ورکړه پیل شي.