له بندیزونوسره دمقابلې ترټولواغیزشیندونکی لاره په اقتصادي حوزې کې قدرتمنیدا ده
داسلامی ایران ولسمشر سید ابراهیم ریئسي ونزویلاته درسمي سفر د لومړۍ ورځې په ترټولو وروستي پروګرام کې ددواړو هیوادونو د تاجرانو په ګډې غونډې کې ، د پوه بنسټه ملګرتیاؤ او فعالیتونو پیاوړتیا ،په اقتصادي حوزې کې مهم اقدامات وبلل او په ونزویلا کې ئې د ټيکنالوجيکي دفتر پر جوړولو ټينګار وکړ.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر په دې په ټينګار سره چې دایران او ونزویلا ترمینځ د اقتصادي مبادلاتو دزیاتولو لپاره داسې ډير زیات ظرفیتونه شته چې په پام کې نه دي نیول شوي ،ددواړو هیوادونو ترمینځ جدي پانګونه او فعالیت د شل میلیارډالري مناسباتو د پوره کیدا لاره وبلله.
زمونږخبریال راپور راکړ،د اسلامی ایران ولسمشر سید ابراهیم ریئسي ونزویلاته د رسمي سفر د لومړۍ ورځې په ترټولو وروستي پروګرام کې ددواړو هیوادونو د تاجرانو په ګډې غونډې کې،د پوه بنسټه ملګرتیاؤ او فعالیتونو پیاوړتیا ،په اقتصادي حوزې کې مهم اقدامات وبلل او په ونزویلا کې ئې د ټيکنالوجيکي دفتر پر جوړولو ټينګار وکړ.
ابراهیم ریئسي په اقتصادي حوزې کې د قدرتمنیدا او دبندیزونو بې اغیزې کیدا له بندیزونو سره د مقابلې ترټولو اغیزشیندونکي لاره وبلله او وې وئيل،ایراني ځوانانود پوه بنسټه شرکتونو په وسیله بندیزونه په فرصت بدل کړل او وتوانیدل ایران د ټکانونو په وړاندې په آرامښت او ثبات ورسوي.د اسلامی ایران ولسمشر د ایران او ونزویلا ترمینځ اړیکې ډيرې ښې وبللې او روښانه ئې کړه،د اقتصادي مبادلاتو د پراختیا چټکتیا او آسانتیاؤ لپاره،د شوو موافقو په اجرا سره به د ګمرکي،بانکي او ټیرفي خنډونو خنډ شي د ایران د سفیرانو،تجارتي دفترونو،دعلم او ټيکنالوجۍ د خونو او په صنعت،کانونو او په بانکي حوزو کې ددرستو فعالو څانګودندې،ددواړو هیوادونو ترمینځ دتجارتي چارو آسانول او د ایرانیو شرکتونو دمشکلاتو حل کول وبلل.د ایران د ا سلامی جمهوریت ولسمشر پرون د یوه لوړروتبه سیاسی او اقتصادي پلاوي په مشرۍ د لاتینې امریکا ونزویلا،نیکاراګوا او کیوبا ته په پنځه ورځني سفر ونزویلاته رسیدلی او بیا به نورو هیوادونو له چارواکو سره دلیدوکتو لپاره لاړشي.