د ایران او کیوبا ترمینځ د ملګرتیا ۶ سندونه لاسلیک شول
د ایران او کیوبا لوړرتبه چارواکو د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو په شتون کښې، د ملګرتیا شپږ سندونه لاسلیک کړل.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي له تیرې دوشنبې څخه د ونزویلا، نیکاراګوې او کیوبا په شمول د لاتیني امریکې دریو هیوادونو ته خپل سفر پيل کړل.
هغه پرون سهار هاوانا ښار ته ورسید او د دغه هیواد په نړیوال هوايي ډګر کښې یې د کیوبا د چارواکو له خوا تود هرکلی وشه.
په هم دې لړ کښې ایرنا خبر ورکړی چې د ایران او کیوبا د ولسمشرانو په شتون سره، د دواړو هیوادونو ترمینځ د ملګرتیا ۶ سندونه لاسلیک شول.
دغه تفاهم لیکونه په قضايي برخې، د جامع سیاسي ملګرتیاؤ، ګمرکي مناسبتاو او د انفارمیشن ټیکنالوجۍ په برخو کښې و چې د ایران او کیوبا جګ پوړو چاروکو لاسلیک کړل.
له دې مخکښې د کیوبا ولسمشر «میگل دیاز کانل» پرون سهار د هاوانا ښار په انقلاب ماڼۍ کښې په رسمي توګه د ایران د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي هرکلی وکړ.
د ایران د ولسمشر د رسمي هرکلي په دستورو کښې د دواړو هیوادونو د ملي ترانو له غږیدو او د یادګاري انځور له ثبتیدو وروسته د ایران او کیوبا ولسمشرانو د تشریفاتو د یونټ کتنه وکړه او یو بل ته یې د خپلو هیوادونو د جګ پوړي پلاوي غړي معرفي کړل.
د هرکلي له دستورو وروسته د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو ځانګړې مذاکرات او د لورو د جګ پوړو پلاويو ګډه غونډه وشوه.