د ایران او افغانستان   اقتصادی ملګرتیاوې د  پراختیا په حال کې دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i134510-د_ایران_او_افغانستان_اقتصادی_ملګرتیاوې_د_پراختیا_په_حال_کې_دي
 په افغانستان کې د ا یران  مرستیال سفیر  او د افغانستان داقتصادي چارو وزارت سرپرست  د ایران او افغانستان  د دوو اړخیزو اقتصادي  ملګرتیاؤ  دپراختیا لارې چارې وارزولې .
(last modified 2023-06-17T04:31:39+00:00 )
Jun 17, 2023 02:45 Asia/Kabul
  • د ایران او افغانستان   اقتصادی ملګرتیاوې د  پراختیا په حال کې دي

 په افغانستان کې د ا یران  مرستیال سفیر  او د افغانستان داقتصادي چارو وزارت سرپرست  د ایران او افغانستان  د دوو اړخیزو اقتصادي  ملګرتیاؤ  دپراختیا لارې چارې وارزولې .

زمونږخبریال له کابله راپور راکړ، د افغانستان د اقتصادي  چارو وزارت سرپرست قاری د ین محمد  حنفیف په افغانستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت له مرستیال سفیر  سید حسن مرتضوي سره  کتنه او خبرې اترې وکړې.

په دغې کتنې کې د ایران او افغانستان  داقتصادي ملګرتیاؤ د پراختیا  لارې چارې  وارزول شوې.

په افغ انستان کې د ایران مرستیال سفیر  په دغې کتنې کې په بدخشان کې د  ترهه ګرې حملې په محکومولو سره چې  د یو شمیر عامو خلکو د  شهادت او زخمي کیدا سبب شوي ، ددغې خونړۍ پیښې  دټپیانو د درملنې لپاره ئې د ایران دچمتووالی خبر ورکړ.

حسن مرتضوي ووئيل، هغه کسان چې  په دغې پيښې کې ټپیان شوي دي ،په ایران کې  ئې د درملنې  او دمنتقلیدا زمینه برابروي.

د افغانستان د اقتصادي  چارو وزارت سرپرست  هم د ایران د دوست هیواد دملګرتیا  د ښه نیّت او ژمنې  قدرونه وکړه.

د افغانستان د بدخشان ولایت په مرکز فیض آ باد ښار کې په یوه  جومات کې د چاودنې له امله  چې  کابو لس ورځې مخکې پيښه شوې، اولس کسان وژل شوي او څه دپاسه دیرش نوره ټپیان شوي وو،چې  پړه ئې هم داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې په غاړه ا خستې ده.