ایران د نړۍ په نوي سیاسی نظم کې یو اغیز شیندونکی قدرت دی
د ونزویلا خارجه وزیر له المیادین خبری چینل سره په خبرو کې د ایران اسلامی جمهوریت په نوي نړیوال نظم کې یو اغیز شیندونکی قدرت وبالۀ.
د اسلامی انقلاب له بریالیتوب راسهې تر دې دمه ایران د ونزویلا،نیکاراګوا ،کیوبا او بولیویا په څير د لاتینې امریکا سیمې له ځينو هیوادونو سره چې د امریکا په مشرۍ له نړیوال استکبار او اامپرالیزم سره په مبارزې کې اوږده مخینه لري ، ښې ا ړیکې ټينګې کړي دي .
فارس خبری آژانس راپور ورکړ، د ونزویلا خارجه وزیر ایوان خیل پينتو له المیادین خبری چینل سره په خبرو کې ووئيل، نوی نړیوال سیاسی نظام به د ایران او ونزویلا په حير د قدرتونو شاهد وي.
پینتو د تهران او کاراکاس ددوو اړخیزو ملګرتیاؤ موخه دنړیوال انډول ساتل او دګډو ګټو حفاظت کول وبلل.
د ونزویلا خارجه وزی ر په دې په ټينګار سره چې د امریکا په مشرۍ د سلطې نظام دځوړتیا په حال کې دی ، ووئیل، پرګنیزه فاصله ، د بشری حقوقو څرګنده خلاف ورزي او د نورو هیوادونو د سرچینو نغرل ، د امریکا د ځوړتیا ترټولو م هم علتونه دي.
هغه همداراز د لویدیځي هیوادونو له خوا د اقتصادي بندیزونو، ترورونو ،دباؤنو او حملو په وړاندې د ایران د ملت دمقاومت په ستاینې سره زیاته کړه ، دهیواد ځوانان ئې د ایران ملت ته په ستایونکي نظر سره فکر کوي.
په وروستیو کلونو کې د ایران او دلاتینې امریکا مخ په وده هیوادونو اړیکې په پراختیا دي او دغه اړیکې په سیاسی ،اقتصادي،تجارتي ،صنعتي ، انرژۍ ،طبي او نورو زمینو کې پراخې شويۍ دي.