صهیونیسټي رژیم د ایران او عربستان د ملګرتیا له پراختیا ناخوښ دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i134554-صهیونیسټي_رژیم_د_ایران_او_عربستان_د_ملګرتیا_له_پراختیا_ناخوښ_دی
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې خبرې سره چې له اسلامي هیوادونو سره د اړیکو د پراختیا هیڅ خنډ نه لرو، زیاته کړه: یوازې د مسلمانانو دښمنانو او په سر کښې یې صهیونیسټي رژيم د ایران او عربستان د دوه اړخیزو او سیمه ایزو ملګرتیاؤ له پراختیا خفه دي.
(last modified 2023-06-17T21:34:59+00:00 )
Jun 18, 2023 02:03 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي رژیم د ایران او عربستان د ملګرتیا له پراختیا ناخوښ دی

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې خبرې سره چې له اسلامي هیوادونو سره د اړیکو د پراختیا هیڅ خنډ نه لرو، زیاته کړه: یوازې د مسلمانانو دښمنانو او په سر کښې یې صهیونیسټي رژيم د ایران او عربستان د دوه اړخیزو او سیمه ایزو ملګرتیاؤ له پراختیا خفه دي.

د ایرنا د خبر له مخې د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي پرون مازیګر د سعودي عربستان د خارجه وزیر فیصل بن فرحان په کتنه کښې وویل: صهیونیسټي رژیم نه یوازې د فلسطینیانو دښمن دی بلکې د ټولو مسلمانانو لپاره یو ګواښ دی او له دغه رژیم سره د ځینو هیوادونو د اړیکو ښه کول نه یوازې امنیت نه رامینځته کوي بلکې د اسلامي امت د نظر خلاف کار هم دی.

هغه د اسلامي نړۍ د دوو مهمو او اغیزشیندونکو هیوادونو ترمینځ د اړیکو له بحالیدو په هرکلي سره، د حج شپو ورځو او د وحي په ټاټوبي کښې د دنیا د ډیرو سیمو د مسلمانانو راغونډیدو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: د اسلامي اعتقاداتو تقاضا، ښه ګاونډیتوب او د تهران او ریاض په خبرواترو او تعامل کښې د دواړو ولسونو ګټې دي.

د ایران ولسمشر په دغه ملاقات کښې له تهرګرۍ سره په مبارزې او د تکفیري ترهګرو ډلو په ختمولو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت کامیابې تجربې ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: د دغې کامیابې مبارزې پایلې او تجربې له هغو کارونو څخه دي چې د دواړو هیوادونو د ملګرتیاؤ چورلیز ګرځیدې شي.

په دغې کتنې کښې د سعودي عربستان خارجه وزیر هم د دواړو اسلامي هیوادونو د اړیکو له ټینګښت او تهران ته یې له خپل سفر څخه د خوشالۍ په ښودلو سره وویل: مونږ یو زرّین پړاؤ وټاکه چې باید په قدر یې پوه شو او د ایران له اسلامي جمهوریت سره ملګرتیا د طرفینو او سیمې لپاره له دغو حالاتو د ګټه پورته کونې زمینه برابروي.

فیصل بن فرحان له ایران سره د اړیکو د پراختیا لپاره د مختلو کاري ډلو د جوړولو لپاره د دغه هیواد د باچا حکم ته په اشارې سره، سټراټیجکې سویې ته د اړیکو د لوړولو لپاره د خپل هیواد هلوځلو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: اقتصادي، پراختیايي او کلتوري ملګرتیاوې د تهران او ریاض په ایجنډا کښې شاملې دي.