د ایران او ازبکستان تاریخي کلتوري او علمي نږدی توب بیساری دی
حضرت امام خامنه ای د دواړو هیوادونو د ارتباط په تجدید د خوشحالۍ په څرګندولو سره زیاته کړه د ایران او ازبکستان اړیکي په پرله بسې کلونو کې ډیرې محدودې وې او هیله من یو دغه سفر اوپه تهران کې شوی خبرې اترې د دواړو هیوادونو په اړیکو کې د بهتر راتلونکی پیلامه وی .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د ازبکستان له ولسمشر سره په کتنه کې ټینګار وکړ د ایران او ازبکستان تاریخي کلتوري او علمي نږدی توب بیساری دی
حضرت امام خامنه ای د دواړو هیوادونو د ارتباط په تجدید د خوشحالۍ په څرګندولو سره زیاته کړه د ایران او ازبکستان اړیکي په پرله بسې کلونو کې ډیرې محدودې وې او هیله من یو دغه سفر اوپه تهران کې شوی خبرې اترې د دواړو هیوادونو په اړیکو کې د بهتر راتلونکی پیلامه وی .
دوی وفرمایل اسلامی ایران د دې وس لری چی ازبکستان د ترکنستان او افغانستان له لارې په اسانۍ سره ازادو اوبو سره تړلی شی ، د دې په ترڅ کې له تجارت او ټرانسپورټ ورهاخوا دی او د علم ، ټیکنالوجي او نورو برخو کې په مختلفو نوښتونو سره زیاتې ملګرتیاوې درلودلی شی .
حضرت امام خامنه ای جوته کړه البته د اریان او ازبکستان د اړیکو پراختیا مخالفان هم لري خو باید دغو مخالفتونو ته له پامه پرته او د دواړو هیوادونو د مصلحت په اساس فیصله وشی او ملګرتیاوې تر هغه ځایه چی امکان لری پراخې شي .