صهیونیست رژیم په سیمه کې د ناامنیو او بې ثباتیو جړه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i134620-صهیونیست_رژیم_په_سیمه_کې_د_ناامنیو_او_بې_ثباتیو_جړه_ده
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي جهاد د غورځنګ له سرمنشي سره په کتنه کې صهیونیست رژیم په سیمه کې د ناامنی او بې ثباتیو سرچینه وباله.
(last modified 2023-06-19T05:27:57+00:00 )
Jun 19, 2023 09:54 Asia/Kabul
  • صهیونیست رژیم په سیمه کې د ناامنیو او بې ثباتیو جړه ده

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي جهاد د غورځنګ له سرمنشي سره په کتنه کې صهیونیست رژیم په سیمه کې د ناامنی او بې ثباتیو سرچینه وباله.

د اسلامي جهاد د غورځنګ مشر زیاد النخاله او ورسره پلاوی نن په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره کتلي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دغه کتنه کې ویلی: د صهیونیست توکم پاله رژیم د سیمې د بې ثباتیو اصلي سرچینه ده او باید اسلامي هیوادونه په یو موټی اقدام سره، د فلسطین  د مظلوم ولس په خلاف د صهیونیستي رژیم د بشري ضد جنایاتو مخنیوی وکړي.

عبداللهیان په دغه کتنه کې د غزې په دې وروستیو نښتو کې د فلسطین د مقاومتي ډلو د بریا د مبارکۍ په ویلو سره، د فلسطین د مقاومتي ډلو یووالې مهم او د فلسطین مساله د اسلامي نړۍ اساسي مساله وباله او له مقاومتي ډلو څخه د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړ په دوام باندې ټاکید وکړ.

د ایران خارجه وزیر له فلسطین څخه په ملاتړ کې د شهید سردار قاسم سلیمانی رول ته په اشارې سره زیاته کړه:  اسلامي یووالې، د صهیونیست رژیم د ګواښونو شنډول او د امریکې له زور ویلو سره مقابله د هغه بزرګوار شهید له لومړیتوبونو څخه وو.

زیاد النخاله هم یادونه کړې چي نن سبا د فلسطین ټوله مقاومتي ډلې له یو بل سره یو موټی شوي او د اسرائیل د نیواک ګر رژیم سره د مقابلې لپاره پوره چمتووالې لري.