د انقلاب له معظم رهبر سره د حرم د مدافع شهیدانو د کورنیو لیدنه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i134712-د_انقلاب_له_معظم_رهبر_سره_د_حرم_د_مدافع_شهیدانو_د_کورنیو_لیدنه
د حرم د مدافع شهیدانو د کورنیو یوه ډله چې پرون (سه شنبه) د ذې الحجې له لومړۍ نېټې سره چې د حضرت علي (ع) او حضرت زهرا (س) د واده له کلیزې سره برابره وه، امام خمیني (ره) په حسینیه کې  د اسلامي انقلاب د ستر لارښود مېلمانه وو.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jun 21, 2023 01:39 Asia/Kabul
  • د انقلاب له معظم رهبر سره د حرم د مدافع شهیدانو د کورنیو لیدنه

د حرم د مدافع شهیدانو د کورنیو یوه ډله چې پرون (سه شنبه) د ذې الحجې له لومړۍ نېټې سره چې د حضرت علي (ع) او حضرت زهرا (س) د واده له کلیزې سره برابره وه، امام خمیني (ره) په حسینیه کې  د اسلامي انقلاب د ستر لارښود مېلمانه وو.

د حضرت آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر د راپور له مخې؛ په دغه کتنه کې د شهید مجید قربانخاني کورنۍ غوښتنه وکړه چې د هغوی د لور زینب قربانخاني د نکاح خطبه دې د انقلاب د معظم رهبر له خوا وویل شي.

د انقلاب معظم رهبر د واده له خطبې وروسته دواړو ته د خوږ ژوند دعا وکړه او وفرمایل: په ګډه جوړ راشئ، پاک او صادق واوسئ، تر څو ژوند مو خوږ شي.

البته دا ټوله کېسه نه ده.

د نکاح د خطبې له لوستلو وروسته، د شهید قربانخاني پلار له حضرت آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي څخه وغوښتل چې د شهید له مور څخه وغواړي چې تورې جامې بدلې کړي. هغه غوښتنه چې د دوی له مثبت ځواب سره مخ شوه او وفرمایل: "تورې جامې بدلې کړئ." موږ حقیقت نه وینو او نږدې وینو. که موږ د حقیقت سترګې درلودای او په هغه نړۍ کې مو د شهیدانو مقام لیدلی وای، نو خامخا به پر هغوی خوشاله وو او ماتم به مو نه کولو.»

مجيد قربانخاني د حرم مدافع مبارز په ۲۵ کلنۍ کې د ۲۰۱۵ کال د اپريل په مياشت کې د سوريې په خانظومان کې شهيد شو او له شهادت څخه درې کاله وروسته يې جسد اسلامي ايران ته راوړل شو. د تهران د سویلي سیمو یو ځوان چې له اهل بیت (ع) سره د مینې او کربلا ته د سفر په وجه له یو معنوي او شخصیتي بدلون سره مخ شو او بالاخره د شهادت لوړ مقام ته ورسېد.