فرانسه دې له لاس وهونکیو څرګندونو ډډه وکړی
فرانسې د خلیج فارس له عبارت د استفادې په ځای دغې سیمې ته د اشارې لپاره له جالی ټکی خلیج استفاده وکړه .
د ایران د خارجه وزارت ویندوی ناصر کنعاني د فرانسې خارجه وزارت ته سپارښتنه وکړه په ایران د تورونو لګولو په ځای له لاس وهونکیو څرګندونو ډډه وکړی .
د فرانسې خارجه وزارت پرون ادعا وکړه چی په فارس خلیج سیمه کې له چټکو بدلونونو سره په مقابله اود بی ثباتۍ سرچینه چی ایران ورته دوام ورکوی ، اروپایی اتحادیه باید په دغه سیمه کی زیات شتون ولرلې شی .
فرانسې د خلیج فارس له عبارت د استفادې په ځای دغې سیمې ته د اشارې لپاره له جالی ټکی خلیج استفاده وکړه .
ښاغلی کنعانی په همدې لړ کې وویل که تاسو مطلب خلیج فارس دی نوباید د هغه سم ، تاریخی او نړیوال نوم وکارول شی .
د ایران د خارجه وزارت ویندوی زیاته کړه فرانسې ته چی له فارس خلیج سیمې سره څو زره کلومیټره واټن لری ، سپارښتنه کیږی په ایران د تور لګولو په ځای له لاس وهونکیو څرګندونو ډډه وکړی .