د ایران او مصر داړیکو بیرته پیلیدا ډیره مهمه ده
له مصر سره دایران داړیکو بیرته پیلیداډیره مهمه ده او دعربستان په شتون سره د یو نوي سیمه ایز انډول د رامینځةکیدا سبب کیږي.
د اسلامی انقلاب د نړیوالو چارو سلاکار د ایران د اسلامی جمهوریت او مصر ترمینځ دایړکو بیرته پیلیدا د دواړو هیوادونو او همداراز د سیمې د هیوادونو لپاره مهمه وبلله .
علی اکبر ولایتي له الجزیره ټيلویژني چینل سره په خبرو کې ټينګار وکړ، له مصر سره دایران داړیکو بیرته پیلیداډیره مهمه ده او دعربستان په شتون سره د یو نوي سیمه ایز انډول د رامینځةکیدا سبب کیږي.
ولایتی همداراز ددې خبرې په کولو سره چې د ایران، چین او روسیې ترمینځ سټراټژيکې اړیکې سوکه سوکه په پراخیدا دي ،زیاته کړه ، له روسیې سره د ایران اړیکې په سټراژيکې سوئې دي او په ځينو مسئلو کې اختلافات ورباندې منفي اغیزې نه شیندي .
په نړیوالو چارو کې داسلامی انقلاب دستر لارښود سلاکار همداراز د ایران او آذربایجان جمهوریت داړیکو په باب هم ووئیل، دآذربایجان جمهوریت چارواکي دې ددواړو هیوادونو ترمینځ د ورورولۍ ادړیکو ژورتیا ته متوجه شي، د ایران اسلامی جمهوریت د تهران او باکو ترمینځ په اړیکو کې تاؤتریخوالی نه مني او دا د دواړو لورو په تاوان ګڼي.