د ایران او مصر داړیکو بیرته پیلیدا ډیره مهمه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i135232-د_ایران_او_مصر_داړیکو_بیرته_پیلیدا_ډیره_مهمه_ده
له مصر سره دایران داړیکو بیرته پیلیداډیره  مهمه ده او  دعربستان په شتون سره د یو نوي سیمه ایز انډول د رامینځةکیدا سبب کیږي.
(last modified 2023-07-02T22:45:04+00:00 )
Jul 03, 2023 03:12 Asia/Kabul
  • د ایران او مصر داړیکو بیرته پیلیدا ډیره مهمه ده

له مصر سره دایران داړیکو بیرته پیلیداډیره  مهمه ده او  دعربستان په شتون سره د یو نوي سیمه ایز انډول د رامینځةکیدا سبب کیږي.

د اسلامی انقلاب د نړیوالو چارو سلاکار  د ایران د اسلامی جمهوریت او مصر ترمینځ دایړکو بیرته پیلیدا  د دواړو هیوادونو او همداراز د سیمې د هیوادونو لپاره مهمه وبلله .

علی اکبر ولایتي له الجزیره ټيلویژني چینل سره په خبرو کې  ټينګار وکړ،  له مصر سره دایران داړیکو بیرته پیلیداډیره  مهمه ده او  دعربستان په شتون سره د یو نوي سیمه ایز انډول د رامینځةکیدا سبب کیږي.

ولایتی همداراز ددې خبرې په کولو سره چې  د ایران، چین او روسیې ترمینځ  سټراټژيکې اړیکې سوکه سوکه په پراخیدا دي ،زیاته کړه ، له روسیې سره د ایران  اړیکې  په سټراژيکې سوئې دي  او  په ځينو مسئلو کې  اختلافات  ورباندې منفي اغیزې نه شیندي .

 په نړیوالو چارو کې داسلامی انقلاب دستر لارښود سلاکار  همداراز د ایران او آذربایجان جمهوریت  داړیکو په  باب هم ووئیل،  دآذربایجان جمهوریت  چارواکي دې  ددواړو  هیوادونو ترمینځ   د ورورولۍ ادړیکو ژورتیا ته متوجه شي، د ایران اسلامی جمهوریت د تهران او باکو ترمینځ  په اړیکو کې تاؤتریخوالی  نه مني  او دا د دواړو لورو په تاوان ګڼي.