ایران د صحت په سیاحت کښې د سیمې په سر کښې دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i135414-ایران_د_صحت_په_سیاحت_کښې_د_سیمې_په_سر_کښې_دی
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د غدیر روغتون د افتتاح په دستورو کښې ټینګار وکړ چې ایران د سیمې په سویه د روغتیا او صحت د سیاحت په وړومبیتوب کښې دی.
(last modified 2023-07-07T07:41:04+00:00 )
Jul 07, 2023 12:09 Asia/Kabul
  • ایران د صحت په سیاحت کښې د سیمې په سر کښې دی

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د غدیر روغتون د افتتاح په دستورو کښې ټینګار وکړ چې ایران د سیمې په سویه د روغتیا او صحت د سیاحت په وړومبیتوب کښې دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د غدیر روغتون د افتتاح په دستورو کښې ټینګار وکړ چې ایران د سیمې په سویه د روغتیا او صحت د سیاحت په وړومبیتوب کښې دی.

په تهران کښې د غدیر په نامه یو ډیر لوې او مادرن روغتون چې په پنځو بلاکونو او ۱۳ پوړونو مشتمل دی او د نړیوال معیار ۸۲۱ کټونه لري. دغه روغتون په پرمختللو تجهیزاتو سنبال دی او د لویدیځې آسیا د یو ډیر ستر او مهم روغتون په توګه د ناروغانو درملنې ته چمتو کړی شوی دی چې نن یعنې د غدیر د اختر په ورځ یې د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي افتتاح وکړه.

دغه روغتون د هیواد د هوايي چلند او ایمرجنسي سره د اړیکې لرونکی ډیر ماډرن هیلي پورټ لري.

د اسلامي ایران ولسمشر نن د غدیر نومې دغه روغتون د پرانستې په دستورو کښې وویل: نن سبا د سلامتیا سیاحت داسې دی چې د سیمې او د مرکزي آسیا هیوادونه د درملنې لپاره د اروپا پر ځاې ایران ته راتګ ته ترجیح ورکوي ځکه چې د مهارت او همداشان د لګښت له نظره ورته واره کوي.

ولسمشر رئیسي هم داشان وویل: ایران د خپلو تکړه ډاکټرانو په برکت د روغتیا او صحت په برخه کښې ډیر ویاړونه لرلي دي او غوره مقام لري.