د ایران خواف – هرات افغانستان د اورګاډي پټلۍ پرانیستل شوه
د افغانستان په هرات ولایت کې د ایران د خواف – "روزنک" ریل پټلۍ، د دواړو هېوادونو د چارواکو په حضور کې پرانیستل شوه.
د ایرنا د خبر له مخې، په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو له امله د خواف – هرات د اورګاډي پټلۍ د جوړولو چارې له ستونزو سره مخ وې، چې د تېر کال په اوږدو کې د ایراني انجینیرانو او متخصصینو په هلوځلو سره، دغه لاره بشپړه او لومړنی بار وړونکی ریل ګاډی پرون (سه شنبه) د ایران اسلامي جمهوریت څخه افغانستان ته داخل شو.
د خراسان رضوي والي یعقوب علي نظري په دې مراسمو کې وویل، د دې اورګاډي پټلۍ یوه ګټه افغانستان ته په آسانه او ټیټه بیه د مالونو د لېږد سرعت دی، چې د دوغارون په پوله کې د امنیتي او ترافیکي ستونزو په کمولو سره به افغانستان ته صادرات د پام وړ زیاتوالی ومومي.
د خواف – هرات د اورګاډي پټلۍ پروژه نه یوازې دا چې ایران او افغانستان د ریل له لارې سره نښلوي، بلکې د چین، ازبکستان، افغانستان، ایران، ترکیې او اروپا له لارې د نړۍ له ختیځ څخه لوېدیځ ته د اورګاډي په دهلېز کې دوه زره کیلومتره لاره هم بشپړوي.
همدارنګه، افغانستان د نړۍ د ازادو اوبو ته د نه لاسرسي له امله په وچه کې د پروت هېواد په توګه، د ایران د اورګاډي شبکې او د ایران له سویلي بندرونو سره په نښلولو سره، اروپا ته له یوې خوندي لارې برخمن کېدی شي.
دا د اورګاډي پټلۍ د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ لپاره خورا مهم دی او په کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د 6 میلیون ټنه مالونو د لیږد ظرفیت رامنځته کوي.