د ایران اوافغانستان ځینې مطبوعات
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کعناني ویلي چې د دغه ډول څرګندونو خپرول د ایران او ګاونډیانو د دوستانه اړیکو خلاف دي.
کیهان
دغې ورځپاڼۍد نورو مطلبونو تر څنګ د فارس خلیج د ملګرتیا شورا او روسیې د ګډې بیانیې په اړه د ښاغلی کنعانی اعتراض ته اشاره کړی ده او لیکلی یې دي درې ګوڼه ټاپوګان تر ابده د ایران دي .ورځپاڼه په دې اړه د ښاغلی کنعانی خبرو ته انعکاس ورکوی او زیاتوی چی د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند د ايران د درېيو ټاپوګانو بوموسي، کوچنی تنب او لوی تنب په اړه د فارس خليج د همکارۍ شورا او روسيې ګډې اعلاميې په رد سره وويل، دغه درې ټاپوګان د تل لپاره په ايران پورې اړه لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کعناني ویلي چې د دغه ډول څرګندونو خپرول د ایران او ګاونډیانو د دوستانه اړیکو خلاف دي.
کنعاني زیاته کړه، د ایران اسلامي جمهوریت د ښه ګاونډیتوب او متقابل احترام د سیاست په دوام په ټینګار سره، د سیمې پرمختګ او ثبات د سیمې د هېوادونو ګډ مسئولیت ګڼي . باید یادونه وشي چې نړیوال کره اسناد ثابتوي چې په فارس خلیج کې د بوموسي، کوچني تنب او لوی تنب درې ټاپوګان د ایران سره تړاو لري.
ایران پد بایو لوجۍ په نړیوال المپیاد کې څلور د سرو او سپینو زرو میډالونه وګټل .
ورځپاڼه په خپل لومړی مخ لیکی ایا تل ابیب د نسکوریدا په درشل کې دې .؟او بیا لیکی چی اسراییل په اور او وینه کې ، نور عسکر هم له معترضانو سره یو ځای شول .
ورځپاڼه د خپلو نړیوالو خبرونو په مخ لیکی ، د بشري حقونو په شورا کې د صهیونیسټي رژیم د استازي تورونو ته د پاکستان غبرګون . د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د صهیونیسټي رژیم د استازي تورونو ته په غبرګون کې وویل: د فلسطین د ولس په خلاف د صهیونیسټي رژیم د ظلمونو او تېریو اوږد تاریخ ته په پام سره، پاکستان د بشري حقونو په اړه د دې ظالم رژیم سپارښتنو ته اړتیا نه لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزیرښاغلی عبداللهیان د قرآن کریم سپکاوی د بشري حقوقو خلاف ورزي او د دوه میلیاردو مسلمانانو پروړاندې د کرکې، تاوتریخوالي او دښمنۍ د پارولو سبب وباله.
د جرمنی په سویل لوېدیځ کې هم یوه افراطي د قرآنکریم یوې نسخې ته اور ورته کړ.
د سویډن په ستاک هوم کې د قرآنکریم د سپکاوي او سوځولو په غبرګون کې، د کویت حکومت نیت لري چې د قرآنکریم سل زره نسخې چاپ کړي او په سویډن کې یې ووېشي.
ابرار
روسیې ادعا وکړه اردوغان ورباندې له شا د خنجر ګوزار وکړ .
ایران او مصر د خبرو اترو نوی پړاو ترسره کړی دی .
واشنګټن او تل ابیب ترمینځ اختلافات زیات شوي دي .
جنرال باقری وایی د ایران په پولو کې تلپاتې امنیت ټینګ شوی دی . ورځپاڼه په دې اړه د جنرال باقری له قوله لیکی چی د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال محمد باقري پر دې په ټینګار سره چې د عراق له حکومت سره د دغه هېواد په شمال کې د بېلتون غوښتونکو ډلو د بې وسلې کولو لپاره یو تړون لاسلیک شوی دی زیاته کړه، چې د عراق حکومت ژمنه کړې چې د روان کال تر وږي میاشتې پورې به دغه ډلې بې وسلې کړي.
جنرال باقري پر دې په ټینګار سره چې ایران به تر هغه وخته پورې خپله ژمنه وساتي څرګنده کړه ، که تر هغه وخته د عراق حکومت دغه اقدام ونه کړي او دغه ډلې وسله وال پاتې شي، ایران به په خپله اقدام وکړي. د یادولو ده چې د عراق په کردستان سیمه کې چې د ایران په خلاف د ګڼ شمېر ترهګرو او بیلتون غوښتونکو ډلو د شتون په ځاې بدل شوی دی، د ترهګرو ډلو د ایران ضد خوځښتونو په زیاتېدو سره د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک څو ځله د دې ډلو ځایونه په نښه کړي دي .
د ایران د اسلامی شورا مشر ښاغلی باقر قالیباف وایی د اسماني کتابونو سپکاوې د منلو ندې .