له افریقایي هیوادونو سره د ایران د استراتیژیکو اړیکو په جوړېدا ټینګار
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i135694-له_افریقایي_هیوادونو_سره_د_ایران_د_استراتیژیکو_اړیکو_په_جوړېدا_ټینګار
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر  افریقا ته د سفر موخه د دغه براعظم له هیوادونو سره د استراتیژیکو اړیکو د جوړونه وباله او وویل: افریقا د فرصتونو ټاټوبی دی او باید له پآمه نه وغورځول شي.
(last modified 2023-07-14T04:49:35+00:00 )
Jul 14, 2023 09:17 Asia/Kabul
  • له افریقایي هیوادونو سره د ایران د استراتیژیکو اړیکو په جوړېدا ټینګار

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر  افریقا ته د سفر موخه د دغه براعظم له هیوادونو سره د استراتیژیکو اړیکو د جوړونه وباله او وویل: افریقا د فرصتونو ټاټوبی دی او باید له پآمه نه وغورځول شي.

د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د چهار شنبې په ورځ د یوه جګپوری پلاوی په مشري کنیا، اوګاندا او زیمبابوې په ته سفر لاړل او د یادو هیوادونو له ولسمشرانو او جګپورو چارواکو سره، خبرې اترې وکړې او دغه سفر پرمهال د همکاریو ۲۱ سندونه ل د ایران او د یادو افریقایي هیوادونو تر مینځ لاسلیک شول.

په کنیا او اوګاندا کې د ایران د ټکنالوژیو د مرکز پرانیستل کېدا، په اوګاندا کې د ایران له کړهنیزو سیمو کتنه او د یادو هیوادونو له سوداګرو سره لیده کاته د ولسمشر رئیسي د سفر له نورو فعالیتونو څخه دي.

د ایران پرس له راپور سره سم، رئیسي تېره شپه له افریقا څخه بیرته تهران ته راستون شو او خبریالانو ته د خپل سفر د لاسته  راوړنو په هکله وویل: له افریقایي هیوادونو سره د ایران اړیکې د سیمې د هیوادونو او د نړۍ له نورو هیوادونو سره د اړیکو په څېر اهمیت لري او باید ایران په افریقا کې د همکاریو له فرصتونو څخه غافل نه شي.

هغه د دې په بیانولو چي له افریقا سره د استراتیژیکو اړیکو پیاوړتیا د دغه سفر اصلي هدف وو، وویل: افریقا د ارزښناکه فرصتونو، طبیعي زیرمو، معدنونو او ښو استعدادونو ټاټوبی دی.

ولسمشر رئیسي زیاته کړه چي په دغه سفر کې همدارنګه په افریقایي هیوادونو باندې د لومړنیو موادو خرڅولو او دغو هیوادونو کې د کښت او کر په هکله هم خبرې وشوې، موافقه وشوه چي دغو هیوادونو ته د ایران له لورې د کیمیاوي محصولاتو او لومړنیو موادو د صادراتو په بدله کې ورڅخه ایران ته د اساسي توکو واردات تر سره شي.

د ایران ولسمشر همدارنګه یادونه وکړه چي د علمي او ټکنالوژی په دګر کې هم د همکاریو لپاره په یادو دریو افریقایي هیوادونو کې د ایران مرکزونه پرانیستل شوه.

رئیسي وویل چي ایران د بشري حقوقو او د غربیانو له یو اړخیزو او زورواکو اقداماتو په وړاندې د مقاومت او د اخلاقي ارزښتونو د دفاع په زمینه کې له اکثرو افریقایي هیوادونو سره، ورته دریځونه لري.