موږ بندیزونه بې اغیزې کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i135718-موږ_بندیزونه_بې_اغیزې_کړي_دي
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو ځواک عمومي قوماندان ټینګار وکړ: موږ بندیزونه بې اغیزې کړي دي.
(last modified 2023-07-14T23:25:13+00:00 )
Jul 15, 2023 03:52 Asia/Kabul
  • موږ بندیزونه بې اغیزې کړي دي

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو ځواک عمومي قوماندان ټینګار وکړ: موږ بندیزونه بې اغیزې کړي دي.

د سپاه پاسدارانو عمومي مشر جنرال حسین سلامي، د ولایت د زده کړیالۍ پلان په پرانیست غونډه کې وویل: د بندیزونو د ناکامۍ لپاره مو فورمولونه په ګوته کړل او بندیزونه مو بې اغیزې کړي او دا یوازې په ډګر کې حل کیدای شي.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، د سپاه پاسدارانو عمومي قوماندان زیاته کړه: "ځکه چې له ستر دښمن سره مخامخ وو، نو پرمختګ مو وکړ."

ستر جنرال سلامي همداراز وویل: نن سبا دښمن دی چې د ایران د اسلامي جمهوریت د قدرت او فعالیت په اړه اندېښمن دی، باید هم اندښمن وي، په سیاسي جغرافیا کې هم دښمن کمزوری شوی دی.

د سپاه پاسدارانو عمومي قوماندان څرګنده کړه: نن سبا امریکا په سیمه کې د ځان د تطابق توان له لاسه ورکړی او سیمه د سختو فشارونو له امله، د امریکا له لومړیتوبونو څخه وتلې ده.