په هندوستان، جاپان، چین، جنوبي کوریا او هندوستان کې سیلابونه
د جاپان، چین، جنوبی کوریا او هندوستان ځینو سیمو کې پراخ سیلابونه راغلي دي.
په اروپایي هیوادونو کې د هوا د تودوخې له بې سارې زیاتوالې سره سم، په یو شمېر اسیایې هیوادونو کې سیلابونه راغلي دي.
د جاپان په جنوب لوېدیځو سیمو کې سخت بارانونه د سیلابونو او د ځمکې د ښوېدلو لامل شوی چي د امله یې یو تن وژل شوی او ۶ تنه نور لادرکه شوي دي.
د جاپان د موسم پیژندنې اداره تېره ورځ د دې هیواد په جنوبي ولایتونو کې د سختو اورښتونو په هکله خبرداری ورکړی او له خلګو غوښتي چي د سیندونو له لمنو لیري شي.
د ځایي سرچینو له راپور سره سم، مرستندویه ټیمونه د فوکوئوکا ولایت ته ورغلي څو سیلاب ځپلو سره مرسته وکړي، ویل کیږي چي د دغو سیلابونو د امله ګڼ شمېر کورونو ته هم زیان اوښتي دي.
په چین کې هم مرکزي او شمالي ولایتونو کې، په تېرو څو ورځو کې سخت بارانونه شوي چي د امله یې سیلابونه راغلي دي، چیني چارواکو له سیلاب ځپلو سیمو څخه د لسګونو زرو کسانو د ایستلو خبر ورکړی دی.
همدارنګه د چین په مرکزي سیمو کې د یادو سیلابونو او د ځمکې د ښویدلو د امله تر دې دمه ۹ کسان لادرکه شوي دي.
په جنوبي کوریا کې هم د دې هیواد د کورنیو چارو وزارت اعلام وکړ چي تر دې دمه د سیلابونو او د ځمکې د ښویدلو د امله ۳۱ تنه وژل شوي دي.
جنوبي کوریا کې هم له تیرې اوونۍ راهیسې سخت بارانونه شوي او ۵ زره ۵۷۰ کسانو د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.
په هندوستان کې هم له تېرو څو ورځو راهیسي سخت بارانونه شوي او د دې هیواد په پلازمینې نوي ډهلي کې سیلاب راغلی دی.
د هندوستان په شمالي سیمو کې د سیلابونو د امله تر دې دمه ۴۰ کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړي دي.