په هندوستان، جاپان، چین، جنوبي کوریا او هندوستان کې سیلابونه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i135832-په_هندوستان_جاپان_چین_جنوبي_کوریا_او_هندوستان_کې_سیلابونه
د جاپان، چین، جنوبی کوریا او هندوستان ځینو سیمو کې پراخ سیلابونه راغلي دي.
(last modified 2023-07-17T05:15:57+00:00 )
Jul 17, 2023 09:44 Asia/Kabul
  • په هندوستان، جاپان، چین، جنوبي کوریا او هندوستان کې سیلابونه

د جاپان، چین، جنوبی کوریا او هندوستان ځینو سیمو کې پراخ سیلابونه راغلي دي.

په اروپایي هیوادونو کې د هوا د تودوخې له بې سارې زیاتوالې سره سم، په یو شمېر اسیایې هیوادونو کې سیلابونه راغلي دي.

د جاپان په جنوب لوېدیځو سیمو کې سخت بارانونه د سیلابونو او د ځمکې د ښوېدلو لامل شوی چي د امله یې یو تن وژل شوی او ۶ تنه نور لادرکه شوي دي.

د جاپان د موسم پیژندنې اداره تېره ورځ د دې هیواد په جنوبي ولایتونو کې د سختو اورښتونو په هکله خبرداری ورکړی او له خلګو غوښتي چي د سیندونو له لمنو لیري شي.

د ځایي سرچینو له راپور سره سم، مرستندویه ټیمونه د فوکوئوکا ولایت ته ورغلي څو سیلاب ځپلو سره مرسته وکړي، ویل کیږي چي د دغو سیلابونو د امله ګڼ شمېر کورونو ته هم زیان اوښتي دي.

په چین کې هم مرکزي او شمالي ولایتونو کې، په تېرو څو ورځو کې سخت بارانونه شوي چي د امله یې سیلابونه راغلي دي، چیني چارواکو له سیلاب ځپلو سیمو څخه د لسګونو زرو کسانو د ایستلو خبر ورکړی دی.

همدارنګه د چین په مرکزي سیمو کې د یادو سیلابونو او د ځمکې د ښویدلو د امله تر دې دمه ۹ کسان لادرکه شوي دي.  

په جنوبي کوریا کې هم د دې هیواد د کورنیو چارو وزارت اعلام وکړ چي تر دې دمه د سیلابونو او د ځمکې د ښویدلو د امله ۳۱ تنه وژل شوي دي.

جنوبي کوریا کې هم له تیرې اوونۍ راهیسې سخت بارانونه شوي او ۵ زره ۵۷۰ کسانو د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.

په هندوستان کې هم  له تېرو څو ورځو راهیسي سخت بارانونه شوي او د دې هیواد په پلازمینې نوي ډهلي کې سیلاب راغلی دی.

 د هندوستان په شمالي سیمو کې د سیلابونو د امله تر دې دمه ۴۰ کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړي دي.