امریکا ته د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند خبرداری
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په فارس خلیج کې د هر ډول لمسوونکو اقداماتو په هکله امریکا ته خبرداری ورکړ.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعانی په خبري غونډه کې د امنیت د ساتلو په پلمې سره، فارس خلیج ته د امریکا له لورې د جنګي الوتکو د استولو په هکله وویل: امریکا هیڅکله په سیمه کې د امنیت لپاره رغنده رول لوبولی نه دی.
کنعانی زیاته کړه: د امریکا نوي اقدامات رغنده نه دي او د دغه بهیر دوام کولایشي په فارس خلیج کې د لمسون لامل شي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ټینګار وکړ چي ایران هر هغه غیرقانوني اقدام چي د سیمې په امنیت اثر کوي، څاري او د خپلو سرحداتو سره نژدې د خوځښتونو په وړاندې حساس دی.
کنعانی همدارنګه یادونه وکړه چي ایران د هرډول ضروري اقدام لپاره خپل حقوق محفوظ ګڼي.
هغه د امریکا حکومت ته سپارښتنه وکړه چي په سیمه کې له هر ډول ورانوونکی اقدام له تر سره کولو ډډه وکړي.
د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل چي سیمه ایز امنیت د فارس خلیج د هیوادونو ګډه مساله ده او همکاریو ته ضرورت لري، په دې خاطر تمه کیږي چي هغوی هم مقابل لورې ته ضروري خبرداری ورکړي.