د ایران او پاکستان د ګډې قونسلې کمېټې غونډه ترسره شوه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i135884-د_ایران_او_پاکستان_د_ګډې_قونسلې_کمېټې_غونډه_ترسره_شوه
د ایران د اسلامي جمهوریت او پاکستان ترمنځ شپږم ګډ قونسولي کمیسیون ناسته له ۸ کلونو وروسته د دوشنبې په ورځ په تهران کې ترسره شوه.
(last modified 2023-07-19T04:15:44+00:00 )
Jul 18, 2023 10:10 Asia/Kabul
  • د ایران او پاکستان د ګډې قونسلې کمېټې غونډه ترسره شوه

د ایران د اسلامي جمهوریت او پاکستان ترمنځ شپږم ګډ قونسولي کمیسیون ناسته له ۸ کلونو وروسته د دوشنبې په ورځ په تهران کې ترسره شوه.

د ايران پرس خبري آژانس د خبر له مخې، په دغه ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د قونسلګرۍ پر مهمو مسائلو له هغې جملې، د ايران غوښتونکو لپاره د وېزې د اسانتياو د برابرولو، د زده کړیالانو د ستونزو د حل، د ټرانزيټ د چلوونکو د ستونزو د هوارولو، د بارونو د درولو ستونزې لېري کولو، د قضايي هوکړو د پلي کولو چټکتیا، د محکومینو د انتقال او د مجرمینو د استرداد او د قضایي مرستو تړونونه، د بندیانو  چارو ته رسېدنه او د اتباعو نورې ستونزې، د دواړو هېوادونو د موټر چلوونکو جوازونو پېژندنه، د پولیسو او سرحدونو همغږي او همکاري، او د علمي او پوهنتوني تعاملاتو ډېروالی او تبادل وڅېړل شو.

دواړو لورو د ښه ګاونډيتوب پر پاليسۍ د ټينګار ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د حل او د اړيکو د پراختيا لپاره د قونسلګرۍ له ظرفيتونو څخه پر اعظمي استفادې ټينګار وکړ.

پرېکړه وشوه، چې په دې ناسته کې راپورته شوې قونسلګرۍ موضوعات به د نتیجو تر لاسته راوړلو پورې په دوامداره توګه د اړخونو لخوا تعقیب شي.