سپېڅلو کتابونو ته سپکاوی له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i135886-سپېڅلو_کتابونو_ته_سپکاوی_له_بشري_حقونو_ښکاره_سرغړونه_ده
د ډنمارک په کوپنهاګن کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د یوې بیانیې په صادرولو سره د مختلفو دینونو د سپېڅلو کتابونو سپکاوی او سوځول د بشري حقوقو ښکاره خلاف ورزی وبلله.
(last modified 2023-07-18T06:17:56+00:00 )
Jul 18, 2023 10:44 Asia/Kabul
  • سپېڅلو کتابونو ته سپکاوی له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده

د ډنمارک په کوپنهاګن کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د یوې بیانیې په صادرولو سره د مختلفو دینونو د سپېڅلو کتابونو سپکاوی او سوځول د بشري حقوقو ښکاره خلاف ورزی وبلله.

د اسلامي سپېڅلو شیانو په ځانګړې توګه د قرآنکریم سپکاوی، په ځینو اروپايي هېوادونو کې څو ځلې شوی؛ د جون په ۲۸مه د سویډن په پلازمېنه ستاکهولم کې د سیلوان مومیکا په نوم یوه افراطي د دغه ښار په مرکزي جومات کې د قرآنکریم یوه نسخه وسوځوله.

د ایران د پرس د خبر له مخې، په ډنمارک کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت په یوه بیانیه کې د قرآنکریم د سپکاوي په غندلو سره، د مختلفو دینونو د سپېڅلو کتابونو سپکاوی او سوځول، نه یوازې د دیني کرکې ښکاره بېلګه، بلکې د هغه د پیروانو سپکاوی او د بشري حقونو ښکاره سرغړونه یاده کړې ده.

د دې بیانیې په دوام کې دې ته په اشارې سره چې د دیني کتابونو د سپکاوي په شان جنایتکارانه عملونه د بیان آزادي نه ده، بلکې د کرکې ښکاره څرګندونه ده، زیاته شوې: د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت له ټولو حکومتونو څخه غواړي چې په دې اړه ډاډ ترلاسه کړي څو افراطیانو ته دا موقع نه ورکول کېږي چې د بیان د آزادۍ تر شعار لاندې د هېڅ مذهب د پیروانو احساسات زیانمن کړي.